Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ا.ا پلاوی د مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړ

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له خپل مله پلاوي سره نن (دوشنبې) د مسعود پزشکتیا د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه ایران ته تللی دی.

د دې سربېره د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، مولوي عبدالکبیر به په دغه سفر کې له بېلابېلو ایراني چارواکو سره هم وګوري.

ښاغلي فطرت طلوع‌نیوز ته وویل:«د دغو لیدنو او کتنو پر مهال به، د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو د لا پراختیا ترڅنګ، په یاد هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل او د همکاریو د پیاوړتیا تړاو هم خبرې اترې وشي.»

ټاکل شوې چې، مولوي عبدالکبیر په ایران کې د ځینو نورو هېوادونو له استازو سره هم، د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې وکړي.

د نړۍوالو چارو شنونکی سلیم پيګیر ویلي:«د افغانستان د اسلامي امارت د مرستیال سفر به یو اغېزناک سفر وي او دا چې، د ایران له ولسمشر او حکومتي چارواکو سره ګوري، حتماً د افغانستان د خلکو او اسلامي امارت لپاره یوه لاسته راوړنه لري.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی طلوع‌نیوز ته وايي:«دا ډېره ښه ده چې، دوی په داسې مراسمو کې دعوت کېږي، هیله ده چې، کرار کرار د سیمه‌ییزې اجماع لپاره شرایط برابر شي.»

د اسلامي امارت د ویاند د مرستیال په وینا، مولوي عبدالکبیر به تر راتلونکو دریو ورځو په ایران کې وي او د دغه سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ننګونو ته د حل‌لارې موندلې هڅې وکړي.

شریک یي کړئ