Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت غړي: په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړو

د چمن پرلت غړو ویلي که‌چېرې د پاکستان حکومت پر خپلو ژمنو ونه‌درېږي، په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.

د پرلت غړي وایي د پاکستان حکومت ورسره کلکه ژمنه کړې، چې پر تذکره او شناخت کارت به د سپين بولدک - چمن پر بندر تګ راتګ کوي.

د روان ۲۰۲۴ کال د جولای مياشتې پر ۲۱ نېټه د چمن پرلت ځينو غړو د پاکستان د بلوچستان له ایالتي حکومت سره له مذاکراتو وروسته د خپلو زنداني ملګرو د خوشي کېدو ترڅنګ د چمن - سپین بولدک پر دروازه د پخوا په شان پر تذکره او شناخت کارت د تګ راتګ د ژمنې په ترلاسه کېدو پرلت پایته ورساوه.

خو د پاکستان حکومت له دغې ژمنې یوه ورځ وروسته، د سپین بولدک - چمن بندر بېرته وتړل شو او هېڅا ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې، پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي.

د چمن پرلت غړی فیض محمد پښتون وايي:«موږ ورغلو او په مذاکراتو کې کېناستو، زموږ اوله خبره د قوم لپاره دا وه چې موږ نور په دنیا څه نه‌غواړو موږ لومړۍ دا شناخت کارټ او تذکره غواړو او دا لومړنۍ خبره ده او ده هم تایید کړه او همداسې به وي.»

د چمن پرلت غړی ولي محمد هم زیاتوي:«ویل یې چې پر قران مو اعتبار شته؟ قران یې راواخیست، یاسین شریف یې راواخست، زموږ ټولو لاسونه یې پرې کېښودل.»

د پرلت مسوولان وایي، پاکستاني مسوولانو پر قسم ورسره ژمنه کړې وه چې، پر پېژندپاڼه او شناخت کارټ به د تګ راتګ اجازه ورکوي؛ خو په خبره یې د پرلت له ټولېدو سره سم یې، پر خپله کړې ژمنه عمل ونه کړ.

د چمن پرلت مسوول غوث‌الله وايي:«نن موږ ولس ته دا واضح وايو چې، دا زموږ ضمیه واري ده چې سرحد به خلاصوو که‌چېرې موږ سرحد خلاص نه‌کړ دا ولس او دا قوم به له موږ سره درېږي چې، چېرته پرلت غواړي، چېرته ناسته غواړي موږ به یې ورسره کوو.»

د چمن پرلت ویاند صادق خان هم څرګندوي:«زموږ او ولس سره یوه خبره کوو، نور نه‌ځم، چې یو لس ورځې، پنځه ورځې موږ ته په تمه شئ که موږ بېرته خپل دغه پرلت ونه‌لګوه، که موږ په کور ناست وو، او پلمه مې جوړه کړه، بیا چې هره سزا راکوئ.»

د تېرو څه باندې لسو میاشتو راهیسې د چمن - سپین بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې پرلت پیل شوی او دې چارې تر دې دمه د دواړو خواوو اوسېدونکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، د چمن-سپین بولدک پر دروازه د محدودیت لګېدو له امله تر شل زرو ځايي کارګر هم وزګار شوي دي.

د پاکستان حکومت له دغې ژمنې یوه ورځ وروسته، د سپین بولدک - چمن بندر بېرته وتړل شو او هېڅا ته اجازه ورنه‌کړل شوه چې، پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه