Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندهار کې د اسلامي امارت له مشر سره د غور د ځايي چارواکو کتنه

د غور ولایت ځينې ځايي چارواکو، په کندهار کې د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سره کتلي، خپلې ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې دي.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله‌ فطرت ویلي چې، د اسلامي امارت مشر په دغې کتنه کې هغوی [د غور ځايي چارواکو] ته د اسلامي نظام د ټینګښت، د شریعت د پلي کولو، د ماشومانو د ښوونې او روزنې او له اختلاف څخه د ډډې کولو سپارښتنه کړې ده.

ښاغلي فطرت د څرګندونو پر بنسټ په دغې کتنه کې د غور والي، د محکمو مسوولانو، ولسوالانو او نظامي منسوبینو حضور درلود.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په دې هکله زیاتوي:«هغوی یې د اسلامي نظام استحکام، د شریعت تنفیذ، د مقدس جهاد د اهدافو او لاسته راوړنو او ساتلو، د مسلمانانو بچیانو ته د تعلیم او اسلامي مفکورې ورکولو، له هر ډول اختلاف څخه د ځان ساتلو او د مسلمانانو خدمت ته وهڅول.»

د سیاسي چارو ځينې شنوونکي د اسلامي امارت د رهبر او سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ غونډې جوړېدل د ستونزو حل او د خلکو غوښتنو اورېدو لپاره مهمې بولي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس خان ځاځی وايي:«تحصیل او تعلیم هغه موضوع‌ګانې دي چې باید د ده تر غوږه پورې ورسول شي، د ځوانانو د بې‌کارۍ ستونزه ده، چې تر غوږو پورې ورسېږي.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«په اوسنیو شرایطو کې چې څومره غوندې ډېرې شي، په هماغه کچه ټول بسیج‌والی، د ملي انسجام ستر چتر، یووالی او پیوستون رامنځته کېږي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د دفاع، کورنیو چارو سرپرست وزیرانو او د استخباراتو عمومي رییس سره په لیدنه کې پر امنیتي وضعیت او په امنیتي سکټور کې د ستونزو پر حل خبرې کړې وي.

شریک یي کړئ