Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له چارسمبالي سره د سهیل شاهین لیده کاته

 په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې د دوحې درېیمې غونډې پر تعقیبي ناستې خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي شاهین ویلي چې په دغې کتنه کې د کوکنارو او نشه‌يي توکو د بدیل کښت، د روغتیا او د افغانستان خصوصي سکټور پر پروژو هم خبرې کړې دي.

 د دوحې پر څلورمې غونډې د کار د پيلېدو له اعلان وروسته، د افغانستان لپاره د فرانسې د سفارت له شارزدافير سره کتلي او د افغانستان په تړاو یې د دوحې د دریمې غونډې د تعقیبي مسایلو په تړاو ورسره بحث او خبرې کړې دي.

سهیل شاهین پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دوحې د درېیمې غونډې د تعقیبي مسایلو، د کوکنارو د کښت د بدیلو پروژو، د خصوصي او روغتیا سکټورنو او د اقلیمي بدلون د اړوند مسایلو په تړاو خبرې شوې دي.

 په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس وویل:«نن ما د افغانستان لپاره د فرانسې له سفیر ښاغلي ژان مارین شُو سره وکتل او د دوحې د درېیمې غونډې د تعقیب، د کروندګرو لپاره د بدیلو پروژو، خصوصي سکټور او د روغتیا او اقلیمي بدلون په اړه مې ورسره خبرې وکړې.»

بلخوا، د سیاسي چارو ځيني شنونکي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر پر مثبت رول په ټينګار سره وايي چې، دغه مسایل باید د دوحې په څلورمه غونډه کې تعقیب شي.

د سیاسي جارو شنونکی شمس‌الرحمان احمدزی طلوع‌نیوز ته وویل:«نړۍ اوس پر دې پوه شوې چې، د افغانستان سرپرست حکومت غواړي چې، خپل سیاست اقتصاد چورلیزه کړي او له هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته دوام ورکړي.»

د دوحې په درېیمه غونډه کې د دې غونډې ګډونوالو د اقتصادي مسایلو، له نشه یي توکو سره د مبارزې، په افغانستان کې د مالي او بانکي سیستم د پیاوړتیا او له خصوصي سکټوره د ښځینه متشبثینو د ملاتړ په تړاو خبرې وکړې.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډيکارلو زیاته کړې وه، چې په دې غونډه کې د خصوصي سکټور او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دوو کاري ډلو پر جوړولو هوکړه وشوه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه