Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیمه‌ییز ثبات؛ د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او چین سفیر ترمنځ د خبرو چورلیز

کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره د امنیتي مسایلو له هغې ډلې پر سیمه‌ییز ټیکاو خبرې اترې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د امنیتي او تخنیکي همکاریو دوام او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا هم د بحث موضوع‌ګانې وې.

د خبرپاڼې له مخې، د چین سفیر د چینايي وګړو او ډیپلوماټانو د امنیت د خوندیتوب په پار مننه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت د دغې کتنې په هکله ویلي:«په دې کتنه کې د چین سفیر د کورنیو چارو وزارت له رهبرۍ څخه د چینایي پروژو، ډیپلوماتیکو او مېشتو چینايي اتباعو لپاره د امنیت د برابرولو په خاطر مننه وکړه او د دغه وزارت پر دوامداره همکاریو یې خوښي وښوده. په دې کتنه کې دواړو لورو پر سیمه‌ییز ثبات، د امنیتي او تخنیکي همکاریو پر دوام او د دوه‌اړخیزه اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.»

له دې سره هم‌مهاله، یو شمېر نظامي او سیاسي شنونکي په امنیتي برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري د سیمې د ثبات لپاره مهمه ګڼي. دوی زیاتوي چې دواړه هېوادونه باید په دې برخو کې د همکارۍ زیاتولو لپاره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د نظامي چارو شنونکی صمیم شمسي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«افغانستان د ټولو هېوادونو همکاریو ته اړتیا لري په ځانګړې توګه د سیمې او منځنۍ اسیا هېوادونو ته او چین کولای شي چې، له افغانستان سره همکاري وکړي. له امنیتي پوله، زه فکر کوم افغانستان دم‌ګړۍ په بد امنیتي موقعیت کې دی.»

د نظامي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل وویل:«ځمکه د اسلامي امارت په واک کې ده او له پولو چا ته زیان ته دی متوجه او بل چا ته هم اجازه نه‌ورکوي، که‌چېرې امنیت تامین شي، پانګوال هغه ځای ته ځي چې هلته امنیت وي.»

تر دې وړاندې د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم د چین له سفیر سره په کتنه کې له دغه هېواده غوښتي وو چې، په نړۍوالو سټېژونو کې د اسلامي امارت د دریځ ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه