Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ښاروالۍ: د کابل په پارکونو کې کتابتونونه جوړو

د کابل ښاروالۍ فرهنګي رييس د کابل ښار په  شهرنو پارک کې د اقرا تر نامه لاندې د نندارتون د پرانيستې په مراسمو کې د کابل ښار په پارکونو کې د کتاب پلورنځيو د جوړېدو خبر ورکړ.

د کابل ښاروالۍ کلتوري رييس وايي، د کابل په پارکونو کې به کتابتونونه جوړ کړي څو ځوانان مطالعې ته وهڅول شي.

د کابل ښاروالۍ کلتوري رییس، ولي ګل جواد وايي: د کابل ښاروالۍ یوه ژمنه دا ده چې د کابل ښار په پارکونو کې کتابتونونه جوړ کړي، ان شاالله موږ پر خپلو ژمنو ولاړ یو. زموږ کار هم له علاوالدین پارک چې په ۳مه ناحیه کې دی پیل شوی دی.

د علومو اکاډمۍ مرستیال، امیرجان ثاقب و ویل: دا ډول کتابونه او کتابتونونه ډير مثبت او ډېر ارزښتناک دي. زموږ د حکومت مشران باید دې موضوع ته ډیر جدي پام وکړي.

اخوا، د اقراء په نوم  د کتابونو یو نندارتون د کابل ښاروالۍ د  کلتوري څانګې په همکارۍ د یوه خصوصي شرکت لخوا د کابل ښار په شهر نو پارک کې پرانیستل شو.

حامد قاسمي د نندارتون یو ګډونوال دی.

 نوموړی وايي، د دا ډول نندارتونونو جوړېدل د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ځوانانو په منځ کې د مطالعې کلتور ته وده ورکولای شي.

ګډونوال، حامد قاسمي وايي: په دې نندارتون کې چې زما ورته ډير پام ور واوښت د افغانستان د لویو لیکوالانو، شاعرانو او ادیبانو اثار پکې دي. ما ترې څو شېبې خوند واخیست.

یو بل ګډونوال، عبدالواحد هم وايي: دا ډول نندارتونونه کې دوام ومومي، ځوانانو ته انګیزه ورکوي چې مطالعې او لیک لوست ته مخه کړي.

د اقراء نندارتون د جوړوونکو په وینا، په دغه درې ورځني نندارتون کې د اروا پوهنې، ناولونو، تفسیر او قرآن کریم په ګډون د بېلابېلو څانګو ۳۰۰۰ کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه