د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن (سېشنبې، د زمري په ۹مه) اعلان کړی چې، په ځینو لوېدیځو هېوادونو کې د افغانستان کونسلي خدمتونه د منلو وړ نهدي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي چې، دغه پرېکړه له بهرنیو چارو وزارت سره د دغو کونسلګریو د نهتعامل له امله شوې او له دې وروسته د دغو استازولیو له لوري صادر شوي اسناد اسلامي امارت ته د منلو وړ نهدي او د بهرنیو چارو وزارت د هغه پر وړاندې مسوولیت نهلري.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په دې هکله زیاته کړه:«د لندن، بلجیم، برلین، بون، سویس، اتریش، فرانسې، اټالیا، یونانا، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا، او اسټرالیا استازولیو له لوري کونسلي خدمتونه لکه، وثیقې، تصدیقونه، د نه مسوولیت پاڼې، د پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمدیدي سیټکر، ویزې سټیکر او دغه ډول نور د مرکز او اړونده بنسټونو له لوري د منلو وړ نهدي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هېڅ ډول مسوولیت نهلري.»
اخوا، په اروپايي هېوادونو کې مېشت ځينې افغان کډوال وايي چې، دوی ته باید په اروپايي هېوادونو کې کونسلي اسانتیاوې برابرې شي.
فرانسه کې افغان کډوال یارمحمد پردیس په دې هکله وویل:«موږ د دغو خدمتونو لا تقویه غواړو او په ځانګړې توګه د پاسپورټ په برخه کې، د پاسپورټ د تمدید په برخه کې موږ د نویو نوښتونو غوښتنه کوو.»
پخوانی ډيپلوماټ عزیز معارج هم وايي:«دا اصل غوره دی چې پلی شي؛ له هغې پرته، په بهر کې افغانان خپلې پیسې ورکوي او سند اخلي؛ خو کله چې، د بهرنیو چارو وزارت هغه تایید نهکړي او او په ادارو کې د اعتبار وړ نهوي، دا په خپله بېباوري او د وخت ضایع کول دي.»
له دې مخکې په هالند او اسپانیا کې د افغانستان سفارتونو له اسلامي امارت سره د خپل د تعامل خبره کړې وه.