د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال په ایران کې له سفیر او د اسلامي امارت له ډپیلوماټانو او ځينو افغان سوداګرو سره په یوې غونډه کې ویلي چې، اسلامي امارت له سیاسي پلوه د سیمې او نړۍ په کچه مناسب ځای لري.
مولوي عبدالکبیر په دغې غونډه کې همدارنګه ویلي چې، اسلامي امارت به په نږدې راتلونکي کې له ځينو نورو هېوادونو سره هم رسمي سیاسي اړیکې پیل کړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال یوځل بیا ټينګار کړی چې، اسلامي امارت له ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«مولوي صاحب عبدالکبیر له ایراني چارواکو سره د دوی د ستونزو د شریکولو د ډاډ تر څنګ، هغوی ته بلنه ورکړه چې، په افغانستان کې سوداګرۍ او پانګونې ته مخه کړي؛ ځکه اوس مهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.»
دغهراز د ریاست الوزرا سياسي مرستيال د دغه هېواد د کورنيو چارو له وزير سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي مسایلو، نشهيي توکو او په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په تړاو خبرې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکي سید عبدالمقدم امین په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«کهچېرې اسلامي امارت له فعالې ډپيلوماسۍ سره وکړای شي چې، له لوېدیځ او ختیځ سره خپلې قانوني اړیکې ولري او د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل ولري، کهچېرې په دغه سیاست کې بریالی شي، افغانستان د پراختیا په لور ځي.»
د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان هم څرګندوي:«یو داسې میکانزم دې جوړ شي چې، دلته راشي او په ګډه پانګونه وکړي؛ ځکه موږ له ایراني چارواکو او یا له ایرانیانو څخه باید زدهکړه وکړو او له هغوی یو څه دلته راوړو، که یو سوداګر راځي که موږ هلته یوه کارخونه جوړوو، د هغې کارخونې ځانګړنې څه دي، زموږ سوداګر کومو، کومو توکو ته اړتیا لري؟»
دا په داسې حال کې ده، چې د یکشنبې په ورځ د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او ورسره مل پلاوی د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره په درې ورځني رسمي سفر ایران ته ولاړ.
په دې اړه مو اندونه