د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراجالدین حقاني د سږني کانکور له غوره څېرو سره په کتنه کې ویلي چې، د علم او پوهې حاصلولو موخه باید د اسلامي او ملي ارزښتونو ننګه او دفاع وي.
ښاغلي حقاني په دې ناسته کې زدهکړیالانو ته سپارښتنه کړې چې، له اختلافي مسایلو ځان لرې وساتي او خپلو موخو ته پاملرنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني څرګندوي:«چې زموږ ملت ته یوه نېکنامي او یو ویاړ ور وبښئ، د دوی راتلونکی، د افغانستان په اولیا خدماتو کې چې، موږ په ځانبسیا کوي، نظام پر پښو دروي او ملت ته کامیابي ور په برخه کوي، دغه توقعات له تاسو کېږي، تاسې د ملت پانګه یاست.»
په همدې حال کې د کانکور د ازموینې مخکښ ګډونوال وايي چې، اسلامي امارت باید د پوهنې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي. د دوی په خبره، هغه ځوانان چې په هېواد کې له زدهکړو بې برخې دي باید د زدهکړو زمینه ورته برابره شي.
د کانکور عمومي ازموینې اول نمره اتل خان رحیم زوی په دې هکله وايي:«د پوهنې په برخه کې نوره هم پاملرنه وشي او د هېواد هغه ځوانان او هغه ماشومان چې، له تعلیم څخه لرې پاتې دي یا دوی نا امیده او مایوسه شوي دي، دوی ته یو منظم پروګرام برابر کړي چې، دوی هم وهڅول شي او درسونو ته راوګرځي.»
په کانکور عمومي ازموینه کې د مدرسې برخې اول نمره زینالله یوسفي هم وايي:«زما هیله دا ده، هغو کسانو چې په دغه ازموینه کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، په ځانګړې توګه هغو کسانو ته چې، د مدرسو اول نمره شوي یا دویم تر لسم نمره پورې، اسلامي هېوادونو لکه، قطر، سعودي، امارات، نورو اسلامي هېوادونو ته د بورسیې زمینه برابره کړي.»
له دې مخکې ځينو چارواکو له هغې ډلې د ریاستالوزرا اداري مرستیال، بېلابېلو وزارتونو او ادارو د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې ۲۰ تنه مخکښ ګډونوال د تقدیرنامو او جایزو په ورکړې سره ستایلي دي.
په دې اړه مو اندونه