Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برښنا کمښت او د کابل مېشتو اندېښنې

د پلازمېنې ګڼ شمېر اوسېدونکي د برښنا پرچاوۍ اندېښمن کړي دي. 

دوی وایي، برښنا په اوړي کې له بل هر وخته اړتیا ده او له اسلامي امارته غواړي څو دغې ستونزې ته رسېدنه وکړي. 

د کابل اوسېدونکي، حمیدالله و ویل: « له ۶ تر ۷ ورځو برښنا نه وي، په ۱۰ او ۱۱ نیمو کې برښنا بېرته وصل کیږي او د لمونځ وخت سره بیا ځي.» 

د کابل یو بل اوسېدونکي، عمران هم و ویل: « ۲۴ ساعتونو کې ۶ یا ۷ ساعته برښنا لرو، هیله مو دا ده چې دغه برخه کې پاملرنه وشي، هوا ګرمه ده او د خلکو ستونزې دې درک کړي.»

د افغانستان برښنا شرکت بیا وایي، د هوا د تودوخي او د برښنا د ډېرې کارونې له امله د برښنا پرچاوي زیاته شوې، خو زیاتوي چې دوی د برېښنا د پرچاویو د کمېدو لپاره پروګرامونه په پام کې لري.

د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رییس وايي، اوسمهال صنعتکارانو ته نږدې ۱۴ساعته او کابل ښاریانو ته له ۱۰ تر ۱۲ ساعته برښنا برابروي. 

د افغانستان برښنا شرکت عملياتي رییس، صفی‌الله احمدزي و ویل: « یوه پروژه چې نږدې راتلونکي کې یې ګټې اخیستنې ته سپارو د نغلو د لمریزې ۱۰ میګاواټه برښنا پروژه ده چې یو له پانګوالو پرې پانګونه کړې او تر یوې میاشتې به یې ګټنې ته وسپارو.»
 
د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې د هېواد په اوبیزو سرچینو او پر ډبرو سکرو پانګونه د برښنا زیاتوالي په برخه کې مثبته اغېز کولای شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور هم و ویل: « په ۱۸۰ سیندونو کې ۸۵ میلیارده مټره مکعبه اوبه دي چې په ډېریو یې د برښنا بندونه جوړولی شو څو ۲۳زره میګاواټه برښنا تولید کړو، ۳۰۰ ورځې لمر لرو، اوبیزې سرچینې هم زموږ په هېواد کې د لاسرسي وړ دي، د ډبرو سکاره لرو، نو که هر څومره پانګونه زیاته شي، مستقیماً کولای شي د هېواد په اقتصاد مثبته اغېزه ولري.»

افغانستان ۸۰ سلنه برښنا چې شاوخوا ۷۶۰ میګاواټه کیږي، له ازبیکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه