Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې یوې ښځې ۴۰ نورو ښځو او نجونو ته کاري زمینه برابره کړې

بلخ کې یوې میرمنې د خیاطۍ کارخونې په جوړولو سره ۴۰ میرمنو او نجونو ته د کار او زده کړې زمینه برابره کړې د.

د دې کارخونې مسووله وايي، که ملاتړ یې وشي، نو کولای شي څو ډېرو نجونو ته کاري زمینه برابره کړي.

طاهره د مزارشریف اوسېدونکې ده چې له لوړو زده کړو تر محرومېدو وروسته یې د څلور سوه زره افغانیو په لګښت د خیاطۍ دغه کارخونه جوړه کړې.

طاهره وایي: « د کارخونې له جوړولو مې موخه د کاري زمینې رامنځته کول دي. اوس مهال ۴۰ نجونې دغه کارخونه کې فعالیت کوي. که ملاتړ مو وشي کولای شو ډېرې زمینې برابرې کړو.»

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست هم دغه ولایت کې د متشبثو ښځو د فعالیتونو ودې او ملاتړ په موخه د هڅو ډاډ ورکوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازي و ویل: « ۱۴ موسسو د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ د ډېرو ښځو او نجونو ملاتړ کړی چې له همدې لارې هم خپل ژوند مخته وړي او هم یې سوداګري غوړېدلې.»

هغه مېرمنې او نجونې چې په دې کارخونه کې په کار بوختې دي، وایي، دغه کارخونه کې کار کولو سره کولی شي د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کړي.

دوی له همکارو بنسټونو او سرپرست حکومته غواړي څو له دا ډول کوچنیو کارخونو ملاتړ وکړي.
د خیاطۍ کارکوونکې، سمیه افغان په دې اړه و ویل: « که کار اوسي شاید هره میاشت ۶زره افغانۍ کار وکړو خو دا چې اوس کار نشته نو په ۲زره افغانۍ کار کوو. چې دغه پېسې د کور په لګښتونو کې مرسته کوي.»

د خیاطۍ زده کوونکې، شبانه میرزایي وایي: « کله چې ښوونځي وتړل شول، ډېری نجونې خفه شوې او د خیاطۍ دغه کارخونه یو ښه فرصت دی چې زموږ روحیه بدله شي او زموږ د اقتصاد لپاره ښه شوه.»

یو بل کارګرې، مرسل سروري هم و ویل: « له ټولو بنسټونو غواړو څو زموږ ملاتړ وکړي څو زموږ کار لا وغوړیږي او د نورو ښځو او نجونو لپاره کاري زمینه برابره شي.»

د دې کارخونې مسووله وایي، دا مهال حجاب، د ماشومانو جامې او د ماشومانو لپاره د خوب ځای توکي جوړوي او د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي، چې لاسي توکو لپاره یې مناسب بازار پیدا کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه