د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې وایي، ځینې قوتونه د خپلو سیاسي موخو لپاره د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو مخه نیسي.
د عبداللطيف نظري په وينا، د اسلامي امارت په رسمیت نه پيژندل د افغانستان په اړه د ناسمو مالوماتو د خپرېدو لامل شوي دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبدالطیف نظري وايي: «سره له دې چې موږ دا شرایط پوره کړي او اختیار یې لرو چې باید په رسمیت وپېژندل شو. ځانګړي قوتونه له خپل ځانګړو سیاسي موخو سره د دغه بهیر پر وړاندې خنډ ګرځي. تاسې پوهیږئ چې ځينې وخت ځينې شیان د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور لمخې نه وي تثبیت شوي، بیا یې فعالیت محدود وي.»
د اقتصاد وزارت مرستیال د تهران او کابل ترمنځ د حقابې مسئلې ته په اشارې سره زیاتوي، چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره د کړکېچ د زیاتولو پلوی نه دی، بلکې د ملي سرچینو مدیریت د اسلامي امارت له لومړیتوبونو دی.
هغه زیاته کړه: «اسلامي امارت هیڅکله دا هڅه نه ده کړې چې له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ترینګلتیاوې رامنځته کړي خو د ملي ګټو ساتنه زموږ حق دی، هیڅوک باید په دغه برخه کې پر موږ نیوکه و نه کړي.»
له دې سره همهاله د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د اسلامي امارت درسميت پیژندنې په تړاو بېلابېل لیدلوري لري.
د سیاسي چارو شنونکي، عزیز معارج و ویل: «د نړۍ له شرایطو سره باید سازش وکړي او په اداراتو کې باید د افغانانو د غوښتنو پر بنسټ اصلاحات راوړي، لکه د اساسي قانون رامنځته کول، له مسلکي خلکو جوړه کابینه، ښځو ته کار اجازه او د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو پرانیسته.
دا په داسې حال کې ده چې داسلامي امارت له واکمنۍ درې کاله تیریږي خو دهیڅ هېواد له لوري په رسمېت ندی پیژندلی شوی.
په دې اړه مو اندونه