اسلامي امارت د افغانستان په اړه د یوناما خپور شوی راپور له حقیقت لرې او عقديي وباله.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، اوس مهال په افغانستان کې شرعي قانون جوړ او د ټولو وګړو حقونه د دغه چوکاټ لاندې خوندي دي.
حمدالله فطرت د یوناما وروستی راپور شریعي احکامو ته بې حرمتي بللې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت و ویل: «د یوناما د راپور په یوه برخه کې، د شرعي احکامو پلي کول، د بشري حقونو نقض ګڼل شوی دی، دا په ښکاره توګه د اسلامي احکامو سپکاوی دی او د مسلمانانو احساسات راپاروي.»
تر دې وړاندې یوناما په خپل راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي د ښځو د حقونو په نه ورکړې نیوکه کړې وه.
د یوناما په دغه شپږ مخیز راپور کې د روان کابل د اپرېل، می او جون په میاشتو کې د ښځو او د نجونو د حقونه، ملکي تلفات، بدخشان کې د کوکنارو له منځه وړل، د فرضي کرښې په اوږدو کې رامنځته شوې پېښې، د رسنیو ازادي فزیکي سزاوې او یو شمېر نور موارد یاد شوي دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي: وروسته تر هغې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، نو له امنیتي، روغتیايي او تعلیمي برخو پرته یې نورو ټولو ښځینه کارکوونکو ته امر وکړ، چې په کور پاتې شي.»
له دې سره په خوا کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي غوښتنه کوي چې د یوناما راپورونه باید د واقعیتونو پر اساس نشر شي.
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګر وايي: «د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه باید پر حقایقو او د افغاني ټولنې پر اصولو ولاړ وي. کله چې د افغانانو له منځه نړۍوالو ته وړاندې شول، د خلکو او اسلامي امارت د منلو وړ به وي.»
د یادونې ده چې د اسلامي امارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو حقونو د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په دې اړه مو اندونه