Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته د افغانانو پراخه کډوالي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، د ۲۰۲۰ زېږیز کال راهیسې نږدې ۸ میلیونه افغانان ګاونډیو او اروپایي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

د کډووالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، د دغو شمېرو ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته کډوال شوي دي.

دغه راپور کې راغلي: « له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان کډوال شوي دي چې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او شاوخوا یو میلیون هم اروپا ته کډوال شوي دي.»

د دغه سازمان د شمېرو لمخې، له ایرانه بیا دغه موده کې زیات شمېر افغانان راستانه شوي دي.  

راپور کې ویل شوي چې د کډوالۍ نړۍوال سازمان په ۲۰۲۳ کې نږدې یو میلیون راستانه شوي افغان ثبت کړي چې ۷۰ سلنه یې غیر قانوني او ۶۰ سلنه هم په جبري توګه راستانه شوي دي. 

راپور کې راغلي: « له ایرانه د راستنېدونکو شمېر هم لوړ دی. ۲۰۲۳ کال کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان نږدې یو میلیون راستندونکي ثبت کړي دي چې ۷۰ سلنه یې ناقانونه او ۶۰ سلنه هم په جبري توګه راستانه کړای شوي و.»

نږدې ۷۰ سلنه کډوال په دې باور دي چې د کاري زمینو نشتون ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ اصلي لامل دی او د ننګونکو قاچاقي لارو داسې کیسې کوي.

له ننګرهاره کډوال، جاوید و ویل: « قاچاقبرو موږ یرغمل کړو، په بې رحمه توګه یې و وهلو او پر موږ یې فشار راوړه چې د ډېرو پېسو لپاره له خپلو ملګرو او کورنۍ سره اړیکه ونیسو.»

د دغو کډوالو په منځ کې ماشومان او ښځې او شته دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه