Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: د ا.ا سیاسي دفتر د اړیکو په پراختیا کې اغېزناک رول لوبوي

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال دوحې ته په خپل سفر کې د اسلامي امارت د سیاسی دفتر له مشر سره کتلی دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د قطر سیاسي دفتر له نړۍ سره د اړیکو جوړولو په برخه کې اغېزناک بللی دی.

په دغه کتنه کې سهیل شاهین ویلي، له هغو هېوادونو سره چې سفارتونه یې په کابل کې فعال نه دی؛ پر مهمو موضوعاتو  او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه په خبرو بوخت دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي: « مولوي عبدالکبیر په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر فعالیتونه وستایل او د دغه دفتر د فعالیتونو په اړه یې و ویل له نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو په پیاوړتیا کې اغېزناک دی، د یو شمېر مسایلو په حل او فصل کې د دغه دفتر پر فعالیتونو سترګې نشو پټولی.»

د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال وردک وايي: زما په اند د اسلامي امارت چې کوم سیاسي دفتر دی، نو هغوی غواړي چې له امریکا او نورو هېوادونو سره هلته مذاکرات او خبرې اترې وکړي، څو له اسلامي امارت سره تعامل وکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر په اړه وايي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: د اسلامي امارت سیاسي چې په دوحه کې کوم دفتر لري، هغه هلته د بهرنيانو لپاره د ډيپلوماټيک دفتر یا د بهرنیو چارو وزارت ارزښت لري. یانې په تېرو درېیو کلونو کې هغوی له هغو هېوادونو سره چې دلته سفارتونه نه لري، اړیکې نیولې دي. تر هغې چې په کابل کې د ټولو هېوادونو سفارتونه پرانیستي نه وي نو لازمه ده چې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیستی وي.

د سیاسي چارو یوه بل شنونکي، صمیم شمسي و ویل: اسلامي امارت که په قطر کې خپل سیاسي دفتر وتړي او په ولایتونو کې سیاسي استازولۍ پرانیزي نو یو خوا به ټول هېوادونه اړ شي چې افغانستان ته راشي او بل خوا به د افغانستان پرسټیژ هم لوړ شي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د پنجشنبې پر ورځ خاورو ته د اسماعیل هنیه د سپارلو په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه