Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بدخشان د خستک درې اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو په تمه دي

د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د مخابراتي خدماتو نشتوالي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. 

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي څو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي، دین محمد و ویل: « موږ دلته هیڅ مخابراتي شبکې ته لاسرسی نه لرو، ډېرو زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو، مثلاً که کومه ستونزه راته پیداشي نو تر یو ساعت یا دوه ساعته مزل وروسته یوې غونډۍ ته ځو څو اړیکه ټینګه کړو.»

د جرم ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي، انعام الله هم و ویل: « غوښتنه مو له حکومته همدغه ده چې خلکو د ستونزو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او همکاري وکړي.»

خو په بدخشان کې د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت ولایتي مسوول وايي، په پام کې ده چې د جرم ولسوالۍ په خستک دره کې درې مخابراتي سایټونو جوړ کړي او په خبره یې، لومړني کارونه یې هم پیل شوي دي.

بدخشان کې د افغان ټیلي کام دولتي مخابراتي شرکت ولایتي مسوول، عبدالحمید حکیمي و ویل: «  دغه راز د خستک درې په درېیو سیمو کې جي پي اس او لومړنۍ کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به مخابراتي شبکې فعالې شي.»

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې پروت ولایت دی چې د ولسوالیو ډېری اوسېدونکی یې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او په ځلونو یې له مسوولینو د دغې ستونزې د حل غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه