د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال طلوع نیوز ته وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت په بیا واک ته رسېدو سره له ګاونډیو هېوادونو سره ډېری سرحدي ستونزې حل شوې دي.
محمد علي جان احمد زیاتوي، په نږدې درې کلونو کې له هېوادونو سره ۶۰ سلنه سرحدي ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شوې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال، محمد علي جان احمد وايي: لله الحمد که موږ یې په فیصدي کې درته وښایو زموږ شپېته سلنې ستونزې د پخوا پرتله حل شوې دي. د پخوا په څېر، بلکې تر دې لا ګراف زیات دی. دا د نورو هېوادونو په تفاهم سره حل شوي دي.
د اسلامي امارت دغه چارواکی که څه هم د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو وايي، اسلامي امارت اوس د هغو توغندیو مخه نیولې چې په تېر حکومت کې به پر کونړ ویشتل کېدل.
د ښاغلي احمد په خبره، سرپرست حکومت د دې توانايي لري چې د افغانستان پر خاوره د تجاوز مخ ونیسي.
محمد علي جان احمد زیاته کړه: تېره جمهوریت کې به زرګونه راکټونه د کونړ پر خاوره را ورېدل، نن الحمدالله هغه نشته. نن موږ له ګاونډيو سره د تفاهم له لارې ستونزې حل کوو. که چا بیا سر نه خلاصو بیا موږ د دې توان لرو چې عکس العمل وښايو. د نورو د تېري ځواب ورکولای شو.
د سیاسي چارو یو شمېر شنوونکي د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سرحدي ستونزو حل د ټولو په ګټه بولي.
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس خان ځاځی وايي: هره موضوع چې له ډيپلوماټیکو لارو چارو یا ډيپلوماسۍ له لارې حل کیږي دا په دې مانا چې تفاهم ته سره رسېدلي دي. تفاهم په دې مانا چې یو څه ویل شوي او قناعت ترلاسه شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکي، حنیف خان کړوخېل هم و ویل: دا د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري او دوی اړ دي چې پولې مصؤنې وساتي. دا د دفاع وزارت او سرحدي پولیسو مسوولیت دی چې مسلکي پولیس او خپلې پوستې زیاتې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، د اسلامي امارت د دوه کلونو په لړ کې له ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبیکستان سره نږدې ۵۰ سرحدي نښتې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه