Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت کې د کابل او تهران د اړیکو پیاوړتیا په اړه علمي غونډه

د بهرنیو چارو وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو مرکز د ایران نوی حکومت او د کابل - تهران د اړیکو د پیاوړتیا د فرصتونو په نوم علمي غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس له ایران سره اړیکې ښې وبللې او زیاته یې کړه چې هیله لري په ایران کې د حکومت په بدلون سره د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې شي.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي: «ښاغلي شاهین وویل، افغانستان او ایران ګاونډي هېوادونه دي او دا چې ګاونډی په دیني نصوصو کې ډېر لوړ ځای او ارزښت لري، داسلامي امارت هڅه دا ده چې له ټولو ګاونډیانو سره حسنه اړیکې ولري. د هغه په خبره، له ایران سره ښه راشه درشه او راکړه ورکړه لرو او توقع هم دا ده، چې په ایران کې د حکومت له بدلون سره دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.»

 د سیاسي چارو شنونکی، سمیع الله احمدزی وايي: دا د ډيپلوماسۍ اصل دی چې له هېوادونو سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړي نو د هغوی په اړه باید یوه سټراټيژي ولري، زه ډاډه یم چې هغوی به یوه سټراټيژي جوړوي او هماغه به بیا عملي کیږي.

 په دې غونډه کې جعفر مهدوي هم د ایران او اسرائیلو او د امریکا د اړیکو د خړپړتیا په ګډون بېلابېلو لاملونو ته په نغوتې سره ویلي دي چې هیله من دی د اسلامی امارت او ایران ترمېنځ اړیکې نورې هم نږدې شي.

هغه زیاته کړې، چې ایران باید په افغانستان کې د یوه داسې ټولګډوني حکومت د جوړېدو له غوښتنې تېر شي چې تر اوسه یې تعریف نه دی شوی.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه هم وايي: « د ښاغلي محدووي په وینا، ایران ته هم پکار ده چې په افغانستان کې د ناتعریف شویې ټول‌ګډوني حکومت له غوښتنې تېر شي، کوم څه چې په اوسني وخت کې نه عملي دي او نه هم د منلو وړ دي.»

تر دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رسول موسوي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د خپلې کتنې د تصویر په خپرولو سره ویلي وو، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د اړیکو مدیریت د ایران په ډيپلوماټيکو اړیکو کې د تر ټولو سخت او پيچلي مدیریت ډول دی.

د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا و ویل: د سیمې او نړۍ شرایطو د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې ډیرې پیچلې کړې دي، د همدې لپاره باید داسې یو مدیر وي چې اغېزناک وي، کار کوونکی وي او دا د برېښنا سره ونښلوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان له ګاونډیو هېوادونو سره تعامل د خپل کار له لومړیتوبونو بللی و.

د بهرنیو چارو د وزارت د سټراټېژیکو مطالعاتو د مرکز رییس له ایران سره اړیکې ښې وبللې او زیاته یې کړه چې هیله لري په ایران کې د حکومت په بدلون سره د دواړو هېوادونو دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه