Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عدلیه وزارت:د اساسي قانون د جوړېدو په تړاو مو تراوسه فرمان نه‌دی ترلاسه کړی

د عدلیې وزارت وايي چې، تراوسه یې د اساسي قانون د جوړولو لپاره د اسلامي امارت د مشر فرمان نه‌دی ترلاسه کړی.

د حکومتي ادارو د یو کلنو چارو د راپور وړاندې کولو په پروګرام کې د عدلیې وزارت مسلکي معین عبدالکریم حیدر وايي چې، د اسلامي امارت له بیاځلې واکمنېدو وروسته، هغوی پر فرعي قوانینو کار کړی او اساسي قانون یوه ستر بحث دی.

ښاغلی حیدر په دې هکله وايي:«اساسي قانون چې، دی هغه د عدلیې وزارت په عادي موضوع‌ګانو کې نه‌دی د هغه لپاره د امیرالمومنین صاحب لخوا مستقل حکوم کېږي، نو د عدلیې وزارت تراوسه پر خپلو فرعي قوانینو باندې مصروفه دي او پر کار کوي او د اساسي قانون په هکله تراوسه موږ ته څه نه‌دي ویل شوي.»

په دغه پروګرام کې د عدلیې وزارت مالي او ادارې رییس وایي چې، په وروستي یو کال کې څه باندې ۱۰۰ سندونه چې، اصول‌نامې، فرمانونه، مقررې، اساس‌نامې، کړنلارې او لایحې په‌کې شاملې دي، تسوید او تدقیق کړي دي.

سيد حبيب الحبيب دغه‌راز وایي، په وروستي یوه کال کې توانېدلي دي چې، نږدې ۴۴ زره جریبه ځمکه، کورونه، هټۍ، کلینیکونه او نور جایدادونه چې، حکومتي وو، په ګوته کړي او له غصبه یې راوګرځوي.
  
د عدلیې وزارت مالي او اداري رییس څرګندوي:«له امارتي عامه شتمنیو څخه دفاع، د ملکیت او د منقول او غیرمنقول شتمنیو ۷ زره او ۹۲۸ قضیې حل شوي دي او د امارت د قضایاوو له لارې ۴۳ زره او ۹۴۵٫۶۶ جریبه ځمکه، ۲۳ حوېلۍ، ۲۵ هټۍ، دوه لوړپوړې ودانۍ، یو کلینیک، دوه سرایونه او د اوبو یوه چینه چې دا د هغه په کارکردګۍ کې لاسته راغلي دي.»

اخوا، د عدلیې وزارت د قضایاوو عمومي رییس ټينګار کوي چې، د اهل هنودو هېوادوالو د ځمکو قضیه هم د ځمکو د غصب د کمېسیون د مخنیوي د کمېسیون لخوا محکمو ته سپارل شوې دي.
 
د عدلیې وزارت د قضایاوو عمومي رییس احسان‌الله وثیق وايي:«اوس د اهل هنودو کومه موضوع‌ چې ده، په وروسته حکم سره هغه د کمېسیون له کارونه جلا شوې او د عامې حماکمو پورې تړاو لري.»

د دغه وزارت چارواکي دا هم وايي چې، په تېر یوه کال کې له ۴۰۰ د زیاتو بنسټونو او موسسو فعالیت د ارزونې په برخه کې پر څه باندې دوه زره کسانو د عرضې لیکنې جوازونه وېشل شوي او دغه‌راز یو زر او ۶۰۰ مدافع وکیلانو ته هم د جواز فعالیتونه ورکړل شوي دي. د دغه وزارت معین دغه‌راز ټینګار کوي چې، د توشیح لپاره څلور اویا قوانین کندهار ته لېږل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه