د ایران د بشري حقونو سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، د روان زیږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې په دغه هېواد کې ۳۰۰ تنه اعدام شوي چې، له هغې ډلې ۲۰ تنه یې افغانان دي.
دغه سازمان اعلان کړی چې، په اعدام شویو کسانو کې ۴۲ بلوڅان، ۱۵ ښځې او ۱۵ کرد وګړي هم شامل دي. او د دغو کسانو له ډلې ۱۷۲ تنه یې د نشهيي توکو په تور اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان په خپرپاڼه کې راغلي:«د روان زیږدیز کال په لومړیو اوو میاشتو کې په ایران کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان اعدام شوي. په اعدام شویو کسانو کې ۴۲بلوڅان، ۲۰ کردان، ۲۰ افغانان او ۱۵ مېرمنې شاملې دي. په اعدام شویو کسانو کې د ۱۷۲ تنو دوسیې د نشهيي توکو اړوند وې.»
د سیاسي جارو شنونکی ادریس ځاځی په دې هکله طلوعنیو ته وايي:«په روان میلادي کال کې کابو ۲۰ افغان یې په ایران کې اعدام کړي او دلته اساسي خبره داده چې، اسلامي امارت په دې تړاو د ایران له حکوته د جدي څېړنې غوښتنه وکړي.»
اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي، خو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي چې، اسلامي امارت باید له ایران سره د افغان بندیانو د محاکمې د څرنګوالی په تړاو خبرې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی څرګندوي:«له بده مرغه افغانان چې، په هر ځای کې وي، هر تور چې، هغه هېواد او خلک یې وغواړي پر هغوی یې پورې کوي، او هغوی ته د مدافع وکیل د نیول حق هم نهورکوي. له همدې امله، کهچېرې موږ د مجرمانو په تړاو د حکومت له ایران سره سند ولرو، په هغه صورت کې، هغوی کولای شي چې، خپل بند په افغانستان کې دننه تېر کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې مخکې د ایران د قضاییه قوې د نړۍوالو چارو مرستیال ویلي وو چې، په دغه هېواد کې شاوخوا ۹۵ سلنه بهرني بندیان افغانان دي.
په دې اړه مو اندونه