اسلامي امارت د ډيورنډ فرضي کرښې په ځينو برخو کې د سرحدي ستونزو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي چې، دغه کمېټه د دغو سیمو اوسېدونکو ته په بېلابېلو برخو کې معیاري خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابروي.
ښاغلی فطرت په دې هکله وايي:«له ټولو سرحدي سیمو او ډیورنډ فرضي کرښې تهڅېرمه سیمو د خلکو د ستونزو او مشکلاتو څېړنه او ارزونه کوي او وروسته به په دې اړه دوی ته د لومړنیو خدمتونو لکه د روغتیا، تعلیم او تربیې، سړکونو، د څښاک د پاکو اوبو او د مخابراتو په برخو کې د دوی ستونزې اوري او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه کوي.»
بل خوا د ډیورنډ فرضي کرښې او نورو سرحدي سیمو ځينې اوسېدونکي وايي چې، په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د خوست د ګربز ولسوالۍ اوسېدونکی ذبیحالله په دې تړاو وايي:«موږ په سرحده سیمه کې دلته په خوست کې د برېښنا ستونزه هم لرو او د سړکونو ستونزه هم لرو، دلته د اوبو نشتوالی هم احساس کېږي او له حکومت څخه مو هیله دا ده چې، په دې برخو کې له موږ سره مرسته وکړي.»
د خوست د ګربز ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمدالله میاخېل هم څرګندوي:«موږ د سړکونو د پخوالي او یا بیخي نشتون سره مخامخ یو، د ژوندۍ برېښنا له کمښت سره مخ یو، د اوبو له کمښت سره مخ یو.»
د سیاسي چارو ځينې شنوونکي بیا په دې باور دي چې، په وروستیو کلونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې او نورو سرحدي سیمو اوسېدونکو ستونزو ته هېڅ پام نهدی شوی او باید ورته جدي پاملرنه وشي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هغه محروم ولس چې، د افغانستان په دغه شل کلن او له دې نه مخکې هم ډېر په ابتدايي حالت کې ژوند درلود او لري. که د دغو سرحدي سیمو، ټرانسپورټي او مخابراتي مسایل حل شي او بالاخره دوی، په دا ډول له افغانستان سره وصل شي.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم څرګندوي:«ښه ده چې، دغه کمېسیون وکړای شي، له دغو ستونزو څخه د خلاصون لار چې دوی ورسره لاس او کرېوان دي پیدا کړي او په حل کې یې هڅه وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال طلوعنیوز ته ویلي و، له ګاونډیو هېوادونو سره ۶۰ سلنه سرحدي ستونزې د تفاهم له لارې حل شوي او د نورو سرحدي ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه