د کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې د کابل په مرنجان تپه کې یو لوی تفریح ځای جوړ کړي.
د مسولینو په وینا، ټاکل شوې دا میله ځای په کابل کې د څلور کالو په موده کې جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وايي: «عمومي طرحه دا ده چې په دغه سیمه کې تفریحي ځای جوړیږي چې د ماشومانو لپاره به پکې د لوبو ځای او وسایل وي. شنې ساحې به وي، کلنیک او جومات هم ورته په پام کې نیول شوی دی.»
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي چې دغې سیمې ته د تفریح او ساتیرۍ لپاره ورغلي، په دې غونډۍ کې د لوی تفریحځای جوړېدل ستایي.
د کابل اوسېدونکی، ذبیح الله و ویل: «ډېر به ښه شي چې په مرنجان غونډۍ یو پارک جوړ شي. دا اقدام د کورنیو او تفریح لپاره ډېر ښه اقدام دی.»
د کابل د یوه بل اوسېدونکي هم و ویل: «خلک له شنو سیمو لکه مرنجان غونډۍ ګټه پورته کړي. که تفریح ځای جوړ شي، دا به خلکو ته ډېر ښه شي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ په پلازمېنه کې بېلابېل پارکونه او تفریحځایونه بیا رغولي دي.
په دې اړه مو اندونه