د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان راپور ردوي او وایي چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ۳٫۷ مېلیونه تنه هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته، هېواد ته د کډوالو د راستنېدو بهیر نورو هېوادونو ته د کډواله کېدو پرتله ډېری دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:«موږ دغه راپور په کلکه ردوو، د روس له ښکېلاک راهیسې چې، په لومړي سره کې ستر کډوالي شوې بیا په هغې کچې باندې کډوالي نهده شوې، البته په اوس وخت کې د راستنېدنې پروسه، د کډوالۍ پرتله لږ ډېره چټکه ده.»
په دې لړ کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان بېوزلي او بېروزګاري نورو هېوادونو ته د هېوادوالو د کډه کېدو اصلي لاملونو ګڼي.
د کډوالو د حقونو فعال علي رضا کریمي وویل:«نورو هېوادونو ته د افغانانو کډواله کېدل، په اغلب ګومان، د کړکېچونو وضعیتونو لکه د جګړې او تاوتریخوالي، اقتصادي کړکېچ په افغانستان کې د سیاسي ستونزو له امله دي. ډېری دغه کسان د امنیت، د اقتصادي حالت ښهوالي او د ژوند لوړ کیفیت ته د رسېدو په پار بېلابېلو هېوادونو ته کډوالي کوي.»
بل پلو، په پلازمېنه کې ځينې هېوادوال نورو هېوادونو ته د خلکو د نه کډوالېدو لپاره له اسلامي امارته د کاري فرصتونو د برابرېدو غوښتنه کوي.
د کابل اوسېدونکی نویدالله د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«ټول د اړې له مخې بهر ته ځي، د دې لپاره چې، دلته کار نسته او ستونزې زښته زیاتې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي چې، له ۲۰۲۰ کال راهیسې اته میلیونه افغانان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.
په دې اړه مو اندونه