د اسلامي امارت د کابینې په درېیمه غونډه کې د امو سیند د غاړو د ویجاړیو پر مخنیوي ټینګار شوی دی.
د ارګ د خبرپاڼې پر بنسټ په دغې غونډه کې چې، د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده ورکړل شوې، چې د امو سیند غاړو د کلکولو لپاره پرېکنده اقدامات وکړي او د دغه سیند د سواحلو د لا تخریېدو مخنیوی وکړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د رییسالوزرا محترم ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې درېیمه ناسته ترسره شوه، په دغې ناسته کې د امو سیند د غاړو او سواحلو د استحکام په اړه د قاطع اقداماتو ترسره کولو پرېکړه وشوه چې، د امو سیند د غاړو د تخریب ومخه ونیول شي.»
له دې سره سره، د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې، په تېرو کلونو کې دغه وزارت د ۴۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د امو سیند د غاړو د کلکولو ۲۰ پروژې عملي کړي او اوس هم د دې سیند په بېلابېلو برخو کې د استحکام نوې پروژې د عملي کېدو په حال کې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیعالله عابد په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«د اوبو او انرژۍ وزارت د امو سیند د تحکیماتو په برخه کې، په تېرو کلونو کې د ۴۰۰ مېلیونو افغانیو په شاوخوا کې شل پروژې پلې کړې دي چې له هغې جملې څخه ګڼ شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي او په تېر کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ۱۱ پروژې د امو سیند د تحکیماتو په پلان کې نیول شوې وې چې، له نېکه مرغه له دغو پروژو څخه شپږ هغه یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي او پر نورو باندې کار روان دی.»
بل خوا، یو شمېر کارپوهان د امو سیند د غاړو د تخریب د مخنیوي پر ارزښت ټینګار کوي او وايي چې، که د امو سیند غاړې کلکې نهشي، د افغانستان اړخ ځمکې به د لهمنځه تلو له خطر سره مخ شي.
د اوبو د مدیریت برخې کارپوه نجیبالله سدید په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د امو سیند هغه وخت ویجاړۍ پیل کړې کله چې، د منځنۍ اسیا هېوادونو سواحل خوندي شول او هغوی په یو اړخیزه توګه خپل سواحل تحکیم کړل او د افغانستان کمروزي سواحل تخریب شول. د کال ویجاړۍ تر دې بریده زیات دي چې، ځينې ولسوالۍ له هغې ډلې د قرقین او خماب ولسوالۍ ښايي تر راتلونکو لسو کلونو شتون ونهلري.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی هم څرګندوي:«لکهڅرنګه چې د قوشتېپې کانال د افغانستان خلکو ته اهمیت لري، او پر اقتصاد مثبت اغېز لري، د امو سیند ټول تحکیمات له پیله تر پایه، ډېر اړین دي.»
روان لمریز کال د زمري پر شپږمه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست عطاءالله عمري په مشرۍ د اسلامي امارت جګپوړي پلاوي او د ازبیکستان جمهوریت د اوبو د وزیر شوکت همایون په مشرۍ یوه پلاوي د بلخ ولایت د امو سیند په شاوخوا کې له تخریب شویو سیمو لیدنه وکړه او د نورو تخریباتو پر مخنیوي یې ټينګار وکړ.
په دې اړه مو اندونه