د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د شینې کلي اوسېدونکي په دې سیمه کې د سړک جوړولو د پروژو پر نه پلي کېدو نیوکه کوي.
د دوى په وينا، سره له دې چې په دې وروستيو کې د دې کلي يو شمېر سړکونه کانکريټ شوي، خو بيا هم دوی له جدي ننګونو سره مخ دي.
په دغه کلي کې نږدې دوه زره کورنۍ ژوند کوي او له ښاره دولس کیلومتره لېرې دی؛ خو اوسېدونکي یې وایي، چې تر اوسه دغه کلي ته جدي پاملرنه نه ده شوې.
د شینې کلي استازی، زین العابدین سعیدي وايي: «شاوخوا لس یا دولس کیلومټره له کابل ښاره واټن نه لرو، خو له بده مرغه چې لرغونې سیمه هم ده خو تر دې وړاندې ورته دولتونو کوچنی کار هم نه دی کړی.»
د دغه کلي یو شمېر نور اوسېدونکي هم وایي، چې که څه هم په دې وروستیو کې دلته ځینې فرعي سړکونه کانکریټ شوي دي؛ خو دوی هر وخت په ځانګړې توګه په ژمي کې له جدي ستونزو سره مخ دي او له کابل ښاروالۍ غواړي چې په دغه کلي کې نورې پروژې پلي کړي.
د شینې کلي اوسېدونکی، شکیب احمد په دې اړه و ویل: گوید: «څه باندې یو کیلومتره سړک کانکریټ شوی چې زموږ ستونزې نشي حل کولای او زموږ ستونزه زیاته ده. ددې ترڅنګ ډېرې کوڅې پخې نه دي او ستونزې پکې لا زیاتې دي.»
بل خوا، کابل ښاروالۍ وایي چې د متوازنې پراختیا پر بنسټ، په روان کال کې د دولسمې ناحیې په ګډون په ټولو ناحیو کې پراختیایي پروژې په پام کې لري او دا پروژې به په پلان شویو سیمو کې پلي شي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی بیا وايي: «په ۱۲مه ناحیه کې الحمدالله ډيرې لویې پروژې عملي کیږي چې څه باندې سلګونه میلیونه ارزښت لري او ټولې پلې کیږي، راتلونکو کلونو کې به د کوڅو او سړکونو د پخولو لپاره هم کار کیږي.»
تر دې وړاندې کابل ښاروالۍ ویلي وو، چې په روان لمریز کال کې به په پلازمېنه کې د شپږ اعشاریه څلور میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۶۵پروژې پلي کړي.
په دې اړه مو اندونه