Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات او جدې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل

د لومړي ځل لپاره د هرات او د سعودي عربستان د جدې ښار ترمنځ، د خواجه عبدالله انصاري له نړۍوال هوايي ډګره مستقیمې الوتنې پيل شوې دي.

د هرات ځايي چارواکو ویلي چې، په لومړني الوت کې چې، تېره شپه ترسره شوه، ۱۲۷ زیارتکونکي د عمرې حج د ادا کولو لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته سفر وکړ.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي د طلوع‌نیوز خبریال ته ویلي:«د اریانا افغان شرکت وتوانېد چې، له هراته جدې ته لومړنۍ الوت ترسره کړي. له دې مخکې دغه اسانتیا نه وه. تاسې وینئ چې، زیارت کوونکي له دې ځایه په مسقیمه توګه جدې ته پرواز کوي.»

د هرات ځايي چارواکي وايي، تر دې وروسته به د هرات او جدې ترمنځ په منظم ډول الوتنې کېږي. 

د هرات د ولایت سرپرست مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي وايي:«دا یې پیل دی. هڅه کېږي چې په نږدې راتلونکي کې له هراته بېلابېلو هېوادونو ته هم الوتنې ولرو.»

د تېرې شپې الوت د خواجه عبدالله انصاري له نړۍوال هوايي ډګره لومړنۍ بهرنۍ الوتنه ده. کلونه کلونه وو چې، د لوېدیځې حوزې زیارت کوونکو او مسافرو به چې، کله سعودي عربستان او یا نورو هېوادونو ته د سفر تکل درلود، اړ وو چې، کابل او یا هم کندهار ته ولاړ شي.

هرات کې د یوه سیاحتي او زیارتي شرکت مسوول عبدالقیوم ثاقب څرګنده کړه:«دا د هرات خلکو لپاره ستره خوشحالي ده. دغه الوتنې دې له هراته مکې او جدې ته دوام پيدا کړي چې، له دې وروسته حاجي صاحبان کابل او کندهار ته سرګردانه نه‌شي.»

په تېرو کلونو کې له خواجه عبدالله انصاري هوايي ډګره د هرات - ډیلي او هرات - مشهد ترمنځ الوتنې کېدې؛ خو د ناڅرګندو دلایلو له امله دا لړۍ ودرېده.

د هرات ځايي چارواکي ډاډ ورکړ چې، د خواجه عبدالله انصاري نړۍوال هوايي ډګر له لارې، د هرات او ځینو نورو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د پيل لپاره هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه