هرات او بلخ کې سلګونه کسانو په غزه تړانګه کې د اسراییلو روان بریدونه او د ملکي وګړو وژنه وغندله.
دا اعتراض کوونکي له اسلامي هېوادونو غواړي، چې پر فسلطین د اسراییلو تېري او د ملکي وګړو وژنې په اړه خپله چوپتیا ماته کړي.
سلګونه تنه د هرات په لوی جامع جومات کې پر غزه د اسراییلو بریدونو د غندلو په موخه راټول شوي وو.
اعتراض کوونکي د اسراییلي ځواکونو له لوري د بې ګناه فلسطیني وګړو وژنه د بشریت پر وړاندې جنایت بولي او له ځنډ پرته په غزه تړانګه کې د جګړې درېدو غوښتنه کوي.
د هرات ولایت سرپرست مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي و ویل: همدا اوس یې وخت دی چې د نړۍ اسلامي هېوادونه، مسلمان علما په یوه واحد نظر د فلسطنیانو ترڅنګ ودریږي.
د هرات لوی جامع جومات خطیب، محمد نور رحماني و ویل: دا چې عربي هېوادونو د فلسطین د اوسېدونکو پر وړاندې خپلې پولې تړلې دي، دا ډېر د شرم او د خجالت ځای دی.
دا اعتراض کوونکي له اسلامي هېوادونو غواړي، چې پر فلسطین د اسراییلو تېري په تړاو خپله چوپتیا ماته کړي.
دیني عالم، خان محمد وايي: د افغانستان مجاهدین د فلسطین له اوسېدونکو سره خپل یووالی او خپله ورولي ښيي.
د مدرسې زده کوونکی، عنایت الله هم وايي: که ګاونډیان موږ ته لار راکړي، نو د افغانستان ټول ولس چمتو دی چې د فلسطین ملاتړ وکړي او ان دې ته چمتو دی چې د فلسطینیانو په ملاتړ جهاد وکړي.
له دې ورها خوا، مزارشریف ښار کې هم سلګونه کسان د اسراییل پر ضد شعارونه ورکوي.
دوی پر غزې تړانګه د اسراییلي ځواکونو تېري د پایته رسېدو غوښتنه کوي.
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس، ذبیح الله نوراني وايي: امنیت شورا چېری ده، هغه کسان چېرې دي چې د نړۍ د امنیت ساتنې خبرې کوي. هغوی په فلسطین کې دا نه ويني چې هره ورځ ماشومان شهیدانیږي.
پر غزې تړانګې د اسراییلي ځواکونو له برید څه د پاسه درې سوه ورځې تېرېږي.
د شمېرو له مخې، د دغه برید له پیله تر دې دمه نږدې ۴۰ زره فلسطيني وګړي وژل شوي او څه د پاسه ۹۰ زره نور ټپیان شوي دي.
د دغو قربانیانو له ډلې ډېری یې ماشومان او ښځې دي.
په دې اړه مو اندونه