یو شمېر ځوانانو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په کتنه کې له سرپرست حکومته د کاري زمینو او تحصیلي بورسیو د برابرولو غوښتنه وکړه.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه کتنه کې عبدالسلام حنفي ویلي، هېواد کې د کاري زمینو برابرولو په برخه کې هڅې دوام لري.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي: « هغوی دې ته په اشارې چې اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د ظرفیت لوړولو په موخه کوښښونه کړي، د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل چې ځوانانو ته د کارونو برابرولو، تحصیلي بورسیو، په نویو وسایلو او تجهیزاتو د هېواد د روغتونونو سمبالولو او د ډاکترانو د اکمال تخصص برنامې پراختیا ته پاملرنه وکړي.»
بلخوا، پلامېنه کې ځینې نور ځوانان هم له اسلامي امارته غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي.
د کابل اوسېدونکی، شاداب وايي: « که زما دا خبرې د حکومت مشرانو ته رسیږي، غوښتنه مې دا ده چې څو کارخونې دي هغه فعالې کړي. دغه کارخونې چې فعالې شي، ځوانان کولای شي هلته فعالیت وکړي.»
د کابل یو بل اوسېدونکي، مشعل هم و ویل: « دولت باید پام وکړي، د کار زمینه برابره کړي. کارخونې او شرکتونه جوړ کړي.»
تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي و چې له شپږو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره یې د ۳ میلیونه او ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې لمخې یې د لاسلیک شویو پروژو په پیلېدو سره نږدې ۲۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابرېږي.
په دې اړه مو اندونه