Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کډوالو وزارت: د بد چلند دوام به د کابل او تهران اړیکې خرابې کړي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي مسوولینو ناوړه چلند «د شدیدې غندنې» دی او د سرپرست حکومت ژوره اندیښنه یې راپارولې ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو هم له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو ناوړه چلند ته په غبرګون کې ویلي، دا ډول کړنې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.

دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په زوره د افغان کډوالو را ایستل او له دوی سره ناوړه چلند د نړۍوالو اصولو خلاف عمل دی.

اعلامیه کې له ایران غوښتل شوي چې افغان کډوالو ته وخت ورکړي؛ څو په خپله خوښه له دغه هېواد راووځي.

د کډوالو د حقونو فعال، بهرام بهنام و ویل:"سرپرست حکومت باید په کابل کې د ایران سفیر احضار کړي او د دغه هېواد له چارواکو سره جدي خبرې وکړي. په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې باید له ډيپلوماټيکې حل لارې وسنجول شي."

په همدې حال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند غندلی او ژر تر ژره یې د دغه ظلم د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي،  په ایران کې له یو شمېر افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي مسوولینو ناوړه چلند «د شدیدې غندنې» دی او د سرپرست حکومت ژوره اندیښنه یې راپارولې ده

ورته مهال یو شمېر افغان کډوال هم د ایراني پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې د دغې ستونزې د حل لپاره په جدي ډول کار وکړي.

ایران کې افغان کډوال، شریف الله و ویل:

په ایران کې افغان کډوال، شریف الله  وايي: "په ایران کې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د دولت له لوري وهل ټکول او ځورول کیږي. پیسې هم ترې اخیستل کیږي."

په ایران کې یو بل کډوال، امید حسني هم وايي: "څو اونۍ کیږي چې په ایران کې د افغان کډوالو وضعیت ډیر خراب دی او افغان دولت هم په دغه برخه کې پاملرنه نه ده کړې.

بل لورته ایرانی ډيپلوماټ سید رسول موسوي وايي د ایران حکومت کډوال نه ځوروي او دوی د کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرول یو اسلامي فرهنګ ګڼي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند غندلی او ژر تر ژره یې د دغه ظلم د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه