Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت چارواکي د سرحدي سیمو د اوسېدونکو ستونزې مني

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د هېواد د سرحدي سیمو اوسېدونکي له ګڼو روغتیايي او ټرانسپورټي ستونزو سره مخ دي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت، نور الله نوري و ویل:"موږ دا کار د اړتیا پر بنسټ هم کوو چې کومې لومړنۍ اړتیاوې دي. د بیلګې په توګه اوبه یوه حیاتي موضوع ده، روغتیا یوه حیاتي موضوع ده او له مرکز سره د دغو سیمو نښلول هم یوه اړتیا ده چې د ګاونډيو له ضرره په امن کې وي."

هغه دغه راز د نورستان له خلکو سره هم لیدلي او په دغه لیدنه کې یې په سرحدي سیمو کې د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت مسوولیت بللی او ټینګار یې کړی، چې دوی به د سرحدي سیمو اوسېدونکو ته په پوره شفافیت خدمات وړاندې کړي.

نور الله نوري زیاته کړه: "موږ که له انصاف کار وا نه خلو دا کار هم ناکامیږي. او الله به هم له موږ ناراضه وي. د خلکو ترمنځ به هم خجالته یو، که انصاف وکړو  او هڅې وکړو. الله به هم راضي وي او د خپل امیر امر به هم پر ځای شوی وي. خلک به هم بیا راضي وي."

د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال بیا وايي: "د خدمتونو پر وړاندې ټولې ننګونې باید په پام کې ونیول شي. هم د پولې پر سر او هم لرې پرتو سیمو کې باید د خدمتونو په وړاندې کولو کې تعادل وشي. نو زما په اند به دغه ستونزې حل شي."

د یادونې ده چې د دغه وزارت په مشرۍ د اسلامي امارت د رهبر له لوري یوې کمېټې ته هم دنده سپارل شوې، چې د فرضي کرښې په شمول، په ټولو سرحدي سیمو کې د اوسېدونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

نورالله نوري بیا د سرحدي سیمو د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدو او د هغوی پر حل ټينګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه