د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو د فعالیت په تړاو د لوېديځو هېوادونو اندېښنې بېبنسټه او تبلیغات ګڼلي دي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې، د افغانستان جغرافیه د اسلامي امارت تر واک لاندې ده او په هېواد کې هېڅ بهرنۍ او کورنۍ خپل سرې ډلې ته د فعالیت اجازه نهورکول کېږي.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وايي:«داعش یوه داسې پدیده ده چې، افغانستان د هغه پر وړاندې ډېره جدي مبارزه کړې او په افغانستان کې د هغوی ځالهګۍ او مرکزونه په بشپړه توګه لهمنځه تللي دي؛ البته که یو یا دوه سلنه چېرې ډېر پټ تښتېدلي پاتې وي. هغه هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دي او له دې ځای نه چا ته کوم ګواښ نهشي رامنځته کولای او افغانستان ته هم ګواښ نهده دا پدیده.»
تر دې وړاندې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د امنیت شورا په غونډه کې ادعا کړې وه چې، په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه لا هم د نړۍوالې ټولنې لپاره یوه اندېښنه ده.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیال ولادیمیر ورونکوف په دې هکله وايي:«په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه لا هم یوه مهمه اندېښنه ده او موږ باید په ګډه هڅه وکړو چې، افغانستان بیا د ترهګرۍ پناه ځای نهشي.»
په دې غونډه کې د متحده ایالتونو او روسیې استازو هم د داعش خراسان څانګه د افغانستان او سیمې لپاره ګواښ ګڼلی او د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت پر ژمنتیا یې ټینګار کړی.
په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا دایمي استازی رابرټ ووډ هم څرګندوي:«طالبانو د داعش له خراسان څانګې سره د مقابلې لپاره هڅې کړې دي او دا خورا مهمه ده چې، دوی د ترهګرۍ ضد خپلو ژمنو ته ژمن وي.»
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې په یوه غونډه کې له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي و چې، درې ګاونډي هېوادونه د داعش ملاتړ کوي او دغهراز یې ډاډ ورکړی و چې، داعش په افغانستان کې حضور نهلري.
په دې اړه مو اندونه