Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت سرپرست: د عمومي بښنې له فرمانه سرغړونه نه‌ده شوې

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني وايي چې، په هېواد کې د عمومي بښنې له فرمانه سرغړونه نه‌ده شوې.

ښاغلي حقاني د قومي شخړو د حل په موخه پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د خپل سفر په لړ کې همدارنګه څرګنده کړې چې، د عمومي بښنې د فرمان د نقض په تړاو هېڅ سند نشته.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست څرګندوي:«د اسلامي امارت د حکومت په دغو درې کلونو کې، څوک نه‌شي ثابتولی چې، د تېر رژيم کوم څوک یې راوستی وي، اعدام او وژلی وي. حتا په خپلو شخصي حقوقو باندې، په محکمې کې د دوی دوسیې ځنډولي دي.»

په دغه سفر کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست هم د خلیفه سراج الدین حقاني ملګرتیا کوله، دواړه چارواکي په هېواد کې د قومي شخړو پر حلولو ټینګار کوي او دلته هم  په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د څلورو قومونو ترمنځ د ځمکې او غره پر سر د یوې ۱۰۰ کلنې شخړې د حلولو خبر ورکوي. د دوی پر وینا، په دې موده کې د دغو قومونو ترمنځ شخړو نږدې ۱۰۰ کسان وژلي دي.

ښاغلی حقاني په دې هکله وايي:«خدای دې وکړي چې، تاسو په جوړه باندې دا نورو قومونو کې چې، کومې بدۍ پاتې دي دا دې هم خدای (ج) په نېکیو بدلې کړي، لکه تېر کال چې، د سرخېلو قوم د ما عزت وکړ الله پاک دې د دوی عزت وکړي، د موږ د ۸۰ او ۷۰ کلونو دښمني یې په نېکۍ بدله کړه.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل‌الرحمن حقاني هم څرګندوي:«هر هغه قوم چې، د دوی پلرونه دي، یو وی کس دې موږ ته راکړي موږ خپل کسان ورته تعیین وو له ولسوالانو سره به ساحې ته ځي او په ساحه کې به ان‌شاالله دوی ته هغه ځایونه یو بل ته سپارل کېږي.»

بلخوا، ځينې ښکېل اړخونه چې تازه یې دوستۍ ته غاړه اېښې ده، له نورو هغو قومونو چې، په خپل منځ کې شخړې لري، غواړي چې، له دښمنۍ لاس واخلي.

شخړې یو ښکېل لوری وايي:«شکر الحمدالله فیصله یې وکړه او موږ ډېر خوشحاله یو، د وینې تویول په‌کې بند شول، دا موږ په ګټه بولو.»

شخړې یو ښکېل لوری هم طلوع‌نیوز ته څرګندوي:«له نورو قومونو څخه مو دا غوښتنه ده چې، په بدلیو کې ګټه نه‌شته موږ ۱۰۵ کاله دښمنی وکړه داسې وخت وو چې، موږ دغې معاملې ته د ښځې روپۍ مو هم لګولي دي. د لاس کړۍ مو پلورلې، لینګې غواوې مو ورته پلورلې دي، په بدلیو کې ګټې نشته‌ په بدلیو کې تاوان دی.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت  ویلي وو چې، د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې څه باندې  ۲ زره او ۲۰۰ قومي شخړې حل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه