د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې، په تېر کال کې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څه باندې یو مېلیون او ۸۷۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال وايي چې، دمګړۍ ۷ مېلیونه افغان کډوال په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي او همدارنګه ۳ مېلیونه داخلي بې ځایه شوي هم په هېواد کې شتون لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمودالحق احدي وايي چې، په دې موده کې ۷۸۸ زره او ۸۲۲ داخلي بې ځایه شویو او راستانه شویو کډوالو کورنیو سره نغدي او غیرنغدي مرستې شوې دي.
ښاغلی احدي وايي:«په تېر کال کې د کډوالو چارو وزارت په دې باندې توانېدلی چې، په ټولو پوره امکاناتو او په اخلاص سره، ۱۸ لکه او ۷۰ زره کډوال له ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او همدارنګه له ځينو نورو هېوادونو څخه خپل وطن ته ښه راغلاست ویلی او خپلو سیمو ته رسېدلي دي.»
د محمودالحق احمدي، په خبره، تېر کال کې له ۵ زره او ۸۰۰ ډېر افغان کډوال د پاکستان او ترکيې له زندانونو او ۴ زره نور بیا د ایران له زندانونو ازاد شوي دي.
د دغه وزارت چارواکي وايي، تر ۱۵ زره ډېر افغان کډوال په پاکستان، ایران، عربي متحده اماراتو او قطر کې بندیان دي، چې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن راشد په دې هکله وویل:«د کډوالو چارو وزارت د کوربه هېوادونو له استازو سره چې، په کابل کې دي خبرې کړي او دغه ستونزې یې ورسره شریکې کړې، انشاالله هیله لرو چې، په راتلونکي کې دغه ستونزې رامنځته نهشي.»
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم څرګندوي:«پاکستان کې موږ تقریباً ۷ زره ۵۰۰ تنه بندیان لرو، په ایران هېواد کې اوسمهال تر ۴ زرو پورې بندیان لرو، په تېر یوه کال کې له ایرانه کابو ۴ زره بندیان هېواد ته رالېږدول شوي او یو شمېر یې ازاد شوي هم دي، د دغو ۴ زرو دوسیې هم افغانستان ته را انتقال شوي دي.»
د وزارت مسوولین وايي، د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۴۶ د کډوالو ښارګوټي شته چې په تېر کال کې د دوی د دایمي مېشتېدنې لپاره ۱۳ ښارګوټي تصفیه شوې دي.
دوی زیاتوي، د کډوالو د ستونزو حل په موخه يې له ۹۳ موسسو، ۷ ادارو او ۱۴ ښوونیزو مرکزونو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس محمودالحق احدي وايي:«د کډوالو په ښارګوټو کې د موسسو په همکارۍ د لومړنیو اسانتیاوو په برخه کې په بېلابېلو ولایتونو کې، اوس او تېر کال ۱۱ بابه ښوونځي، ۶ بابه کلینیکونه، ۶ بابه ګرین هوسونه یا شنې خونې او همدارنګه د اوبو رسونې شبکې، کانالونه او د اوبو ژورې څاګانې ورته برابر شوي دي.»
د یاد وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د کډوالو د خپلې خوښې راستنېدنې پروسې تقویه کول، د منظمې کډوالۍ رامنځته کول، په اقتصاد کې د کډوالو د رول پیاوړتیا، د ظرفیتونو رامنځته کول او کاري فرصتونو برابرول او د کډوالو په ښارګوټو کې اساسي خدمات او د هغوی لومړنۍ ستونزې حلول د وزارت له راتلونکو پلانونو څخه دي.
په دې اړه مو اندونه