په برېټانیا کې د افغانستان د مخکیني حکومت سفیر زلمي رسول ویلي، د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ پرېکړه به پر سفارت کوم اغېز ونه کړي، ځکه دوی تر ډېره په دغه هېواد کې د ۲۵۰ زره افغانانو لپاره د اسنادو اړوند خدمتونه ترسره کوي.
د تېرې جولای په ۳۰ مه بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې به نور د هغو سفارتونو له لوري چې د وزارت په چوکاټ کې نه وي ترسره شوي کونسلي خدمتونه و نه مني.
زلمي رسول له سنډی ټایمز رسنۍ سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي: "زه دلته بند پاتې یم، په حقیقت کې غواړم چې ازاد شم، خو سفارت به چا ته پریږدم؟"
دغه ۸۱ کلن سفیر چې په افغانستان کې یې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه هم کار کړی، ویلي اوس هم په ځینو غونډو کې ګډون کوي، خو د هند او ترکیې په څېر ډېرو هېوادونو له خپل لېسته ایستلی دی.
زلمي رسول و ويل، د شپږو سيمه ييزو کارکوونکو ترڅنګ یوازې څلور ډيپلوماټان ورسره په کم معاش کار کوي.
زلمي رسول د افغانستان د سفارت د برخلیک اړوند د کوربه هېواد د دریځ په اړه و ویل چې په لندن کې نوي حکومت ورته ډاډ ورکړی چې څه به ورته نه وايي او پر خپل ځای به یې پرېږدي، خو د لومړي وزیر کېیر سټارمر له حکومته ورسره تر اوسه چا نه دي کتلي.
که څه هم د نړۍ یوه هېواد هم سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو اسلامي امارت ویلي، دوی د نړۍ په ۳۸ هیوادونو کې ډیپلوماټیک استازي لري.
چین په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې ولسمشر یې په رسمي ډول د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منلی دی.
په دې اړه مو اندونه