د کابل د اولسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو یو ځل بیا د خیرخانې کوتل د سړک جوړونې پر پڅ بهیر نیوکې وکړې.
دوی له کابل ښاروالۍ غواړي چې، د دغه سړک د جوړونې چارې چټکې کړي.
د کوتل اوسېدونکی، نثار احمد وايي: «خلک له خپل کار او غریبۍ وتلي دي. نه لاس ګاډی چلوونکی او نه هټۍوال غریبي کولای شي. زموږ غوښتنه له دولت دا ده چې د دوی پر کار څارنه وکړي څو په جدي توګه کار وشي.»
د کوتل د سیمې یو بل اوسېدونکی، عبدالصمد هم وايي: «په ځانګړې توګه د پنجشنبې او جمعې پر ورځو خلک ساعتونه ساعتونه په ګڼه ګوڼه کې بند وي. څوک به ناروغ لري، دا که یې یوه میاشت قرارداد کړی وي باید په ۲۰ ورځو کې یې پایته ورسوي.»
خو د کابل ښاروالۍ مسوولان وایي، چې د خیرخانې کوتل د سړک د دویمې برخې کار به پر ټاکلي وخت بشپړ شي.
د کابل ښاروالۍ استازي، نعمت الله بارکزي و ویل: «اوس چې څه ډول اصول دي او څه ډول شرطنامه ده، همداسې کار پرمخ روان دی. د ښاروالۍ انجینران هم ترې هره ورځ څارنه کوي. خو دا به تکراري و وایم چې د نوي کال په ۸مه یا ۱۰مه به پرانیستل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د خیرخانې د کوتل د سړک د دویمې برخې کار نږدې څلور میاشتې وړاندې د اسلامي امارت د چارواکو په حضور سره پیل شوی و.
په دې اړه مو اندونه