د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د ځينو راپورونو د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې، اسلامي امارت د افغانستان پر فضا د پاکستاني جنګي جېټونو د ګزمې موضوع څېړي.
ښاغلي مجاهد ویلي چې، د افغانستان د هوايي حریم د نقض به صورت کې، په جدي توګه به ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې نا تایید شوي راپورونه خپاره شوي چې، ګواکې د پاکستان جنګي جېټونو په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د افغانستان پر فضا ګزمې کړې دي.
ذبیحالله مجاهد وايي چې، د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد د افغانستان د فضايي حریم د نقضولو حق نهلري او زیاتوي:«د پاکستان د الوتکو ګزمې تراوسه تثبیت شوې نهدي. موږ په دې هکله څېړنه کوو او کهچېرې څه شوي وي، مخه یې په جدي توګه نیسوو.»
د پوځي چارو ځينې شنونکي په دې اند دي تر هغې چې، د کابل او اسلاماباد موضوع له ریښې حل نهشي، دا ډول پېښې به دوام لري.
د نړۍوالو چارو شنونکی سید مقدم امین طلوعنیوز ته وايي:«تر هغې چې، دغه اختلافونه او د دغو اختلافونو اصلي ریښې د دواړو هېوادونو ترمنځ حل نهشي او کرکه کتنه پرې ونهشي، زه ډاډه یم چې، دا ډول پېښې به په ځلونو تکرار شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکو هم د افغانستان پر فضا ګزمې کړې دي چې د اسلامي امارت د چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوې.
په دې اړه مو اندونه