Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځوانانو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې ځوانان له بې‌کارۍ شکایت لري

د اګست ۱۲مه د ځوانانو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، په هېواد کې ځینې ځوانان له هغه څه چې، د کاري زمینې نشتوالی یې ګڼي، شکایت لري.

دوی طلوع‌نیوز ته ویلي چې، ډېری ځوانان د کار د نشتوالي له امله اړ کېږي، چې، کډوالۍ ته مخه کړي.

۲۴کلن ساحل د هېواد یو لوستی ځوان دی چې وايي له ناڅرګند برخلیک سره مخ دی. هغه د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې زده کړې کړې، خو اوس وزګار دی.

هغه په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د ځوانانو لپاره دې د کار زمینه برابره کړي څو هغوی ایران او نورو هېوادونو ته کډوالي ونه‌کړي او له ستونزو سره مخ‌ نه‌شي.»

دغه ځوانان له اسلامي امارته تمه لري چې، د اغېزناکو پروګرامونو له لارې ورته کاري فرصتونه برابرې کړي.

د کابل اوسېدونکی لطف‌الله ستانکزی وايي:«اسلامي امارت ته اړتیا ده داسې پالیسۍ عملي کړي چې، په هېواد کې د خصوصي پانګونې د جذب لامل شي او د بې‌کارۍ کچه کمه شي او ځوانان په کار وګومارل شي.» 

بلخوا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې، سرپرست حکومت ځوانانو ته د کار او تحصیلي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ښه پلانونه لري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي طلوع‌نیوز ته وايي:«د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ځوانانو لپاره د کاري زمینو د برابرولو لپاره بېلابېلې طرحې تر لاس لاندې لري او د دغو پروګرامونو له پلي کولو سره، د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کېږي.» 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د دې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې، په دې مهمه ورځ باید لاسونه سره ورکړو څو خنډونه لېرې شي او د ټولو خلکو لپاره د یوې عادلانه، برابرې او ټول‌ګډونې نړۍ د جوړولو لپاره هڅې وکړو.
 ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ زېږدیز کال کې د اګسټ ۱۲مه د ځوانانو د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې، سرپرست حکومت ځوانانو ته د کار او تحصیلي فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ښه پلانونه لري.

شریک یي کړئ