د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو په درېیم کال د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري د افغانستان په اړه نږدې ۳۰ غونډې جوړې شوې.
دغو غونډو کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې شوې دي.
یو له دغو غونډو د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان په اړه دوحې درېیمه غونډه هم وه.
د تېر کال د سلواغې پر نهمه په بهرنیو چارو وزارت کې د څه باندې لسو هېوادونو د استازو په حضور "افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د نوښت" په نوم غونډه ترسره شوه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغې غونډې موخې د سیمه ییزو ګډو ګټو پربنسټ د سیمې د همکاریو او د تعامل ارزونه او همداراز د حکومتولۍ څرنګوالي ته درناوی ګڼلې وې.
امیر خان متقي د دغې غونډې په اړه ویلي و: « د افغانستان امنیت ثبات او پرمختک د سیمې په ګټه دی او د سیمه ییزې نا امنۍ په برخه کې باید همکاري ونشي.»
د افغانستان په اړه د دوحې دویمه او درېیمه غونډې هم دغو درېیو کلونو کې مهمې غونډې وې.
د دوحې دویمه غونډه د سلواغې پر ۲۹مه او ۳۰مه د اسلامي امارت له ګډون پرته د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د افغانستان په اړه خبرې اترې، په منسجم ډول د نړۍوال مشارکت زیاتوالی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارنه، د یوه رغنده او اصولي تعامل لپاره د بنسټیزو ځانګړنو مشخص کېدل او د اسلامي امارت د پالیسو په اړه د نړۍوالو اندېښنې د دوحې د دویمې غونډې مهم مسایل وو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتوني ګوتریش د دغې غونډې په پای کې و ویل: « حقیقت دا دی چې ما په دوحې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د ځينو شرطونو لیکونه ترلاسه کړل. دغو شرایطو له موږ د نړۍوالې ټولنې له استازو سره د خبرو حق اخیسته. د دغو شرایطو لمخې، موږ باید له طالبانو سره داسې چلند کړی وای چې د هغوی رسمیت پېژندنه انګېرل شوې وای.»
خو اسلامي امارت بیا د ذبیح الله مجاهد په مشرۍ د دوحې درېیمې غونډې ته پلاوی واستوه.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ ترسره شوه.
د اسلامي امارت ویاند په هغه وخت کې ویلي و چې نړۍوالو د نشه یي توکو او بشري مرستو په برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد د چنګاښ په ۱۱مه ویلي و: « د هېوادونو ټینګار په دې وو چې، له افغانستان سره باید د خصوصي سکټور په برخه کې د مالي همکاریو او د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې ټول همکاره واوسېږي. په دې هکله امریکا دریځ، د روسیې دریځ، د چین دریځ، د نورو هېوادونو دریځونه ټول کابو د افغانستان په ملاتړ کې وو. چین، ایران او پاکستان ټولو په دې باندې ټینګار کاوه چې، د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دوی ټول ژمن دي.»
روسیې هم دوه غونډې یوه یې د اسلامي امارت د پلاوي په حضور کې په کازان ښار کې او بله یې بیا د اسلامي امارت له مخالفینو سره په مسکو کې جوړه کړه.
روسیې هم دغه موده کې د افغانستان په تړاو دوه غونډې جوړې کړې
د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ پنځمه غونډه د تلې پر ۷مه د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون د څه باندې لسو هېوادونو د استازو په حضور سره د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه.
دغه غونډه کې هم د افغانستان وضعیت، د افغانانو تر منځ د خبرو، له کلونو جګړو وروسته د افغانستان د بیارغونې او د سیمې هېوادونو د امنیت د تضمین په تړاو خبرې وشوې.
د "تېر او راتلونکې په منځ کې د افغانستان" په نوم یوه بله غونډه د اسلامي امارت د مخالفینو او د ځينو هېوادونو د استازو په ګډون سره د روسیې د عدالت ګوند په کوربتوب د لیندۍ پر دویمه په مسکو کې جوړه شوه.
دې غونډه کې په افغانستان کې د ټول ګډوني حکومت جوړېدو، د نجونو او ښځو د وضعیت، د افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو د چلند او نورو ورته مسایلو په اړه خبرې وشوې.
د اسلامي امارت مخالفینو د دې سربېره د زمري پر ۲۹مخ د افغانستان د راتلونکي فکري مجمعې اتمه غونډ، د لړم په ۶مه د "تېر او راتلونکې په منځ کې د افغانستان" غونډه، د لېندۍ په ۶مه د هرات یوولسمه امنیتي غونډه، لېندۍ پر ۱۴مه د ویانا غونډه او د غویي پر ۲۷مه د اسلو غونډې جوړې کړې؛ خو اسلامي امارت بیا په وار وار دغه ډول غونډې بې پایلې بللې دي.
د ملګرو ملتونو امنیت او د بشري حقونو شوراګانو هم د افغانستان په تړاو څه باندې ۱۳ غونډې جوړې کړې دي.
په ډېریو دغو غونډو کې له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل ترڅنګ، د بشري او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو پر مراعت کېدو، د ټولګډوني حکومت پر جوړېدو، د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارونې او نورو ورته مسایلو خبرې شوې دي.
خو اسلامي امارت په دې تړاو هم په وار وار ویلي چې، دغه ډول غونډې د اسلامي امارت له استازو پرته بې پایلې دي.
د تلې پر ۴مه په افغانستان کې د یوناما د ماموریت غځېدو په تړاو د امنیت شورا غونډه، د لېندۍ پر ۹مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي د راپور وړاندې کولو او ارزونې په تړاو د امنیت شورا غونډه، د لېندۍ پر ۲۰مه د افغانستان په تړاو د سویس په کوربتوب د امنیت شورا غونډه، لېندۍ پر ۲۹مه په افغانستان کې د نجونو او ښځو د وضعیت په تړاو د امنیت شورا غونډه، د مرغومې پر اتمه د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې په تړاو د پرېکړه لیک پر مسودې د بحث لپاره د امنیت شورا غونډه، د سلواغې پر ۵مه د افغانستان په اړه د نړۍوالو د کړنلارو انسجام په موخه د امنیت شورا غونډه، د کب پر ۷مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ګومارنې په اړه د خبرو په موخه د امنیت شورا غونډه، د کب پر ۱۶مه د افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په تړاو د خبرو لپاره د امنیت شورا غونډه،د چنګاښ پر لومړۍ نېټه امنیت شورا ته په کابل کې د یوناما د مشرې د ۳ میاشتني راپور ورکړې په تړاو غونډه، د لړم پر ۶مه د ښځې، سولې او امنیت په اوونۍ کې د افغان ښځو د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو غونډه، لېندۍ پر ۱۰مه د افغانستان د وضعیت د ارزونې په موخه د کاناډا، قطر او بریټانیې د استازولیو په کوربتوب د ملګرو ملتونو غونډه او د غبرګولي پر ۲۹مه د افغانستان په اړه د بشری حقونو د شورا غونډه ترسره شوه.
افغانستان کې اسلامي امارت د واکمنۍ پر درېیم کال د دغو دېرشو غونډو په جوړېدو سربېره د افغانستان ننګونې ناحل پاتې دي او د چارو د شنونکو په خبره، دغه غونډې ګټورې نه وې.
په دې اړه مو اندونه