Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د قربانیانو د کورنۍ غړي عدالت غواړي

د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ له درېیمې کلیزې سره سم د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی چې د کورنۍ ۱۶ غړي یې د یو امریکايي سرتېري له لوري وژل شوي وو؛ له نړۍوالو محکمو عدالت غواړي.

له ننه دیارلس کاله وړاندې د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال د کب په ۲۱مه د رابرټ بیلز په نوم یو امریکایي سرتېری له پوځي پنډغالي و وته او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د باران د کورنۍ ۱۶ غړي په ډزو و وژل. 

باران وایي، دغه امریکایي سرتېري د نوموړي د کورنۍ غړو تر وژنې وروسته د هغو جسدونه سوزولې دي. 

هغه وايي، دوه ځلي د یاد امریکايي سرتېري محاکمې لپاره امریکا ته غوښتل شوی، خو په خبره یې محاکمې نمایشي وې.

باران اخندزاده و ویل: « دا زموږ محاکمه یې وکړه موږ دوه ځله امریکا ته لاړو هلته زموږ د محاکمې پر وړاندې خبرې وشوې، وکیلان وټاکل شول دا ډارمي محاکمه وه.»

د پنجوایي ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي هم وایي، بهرنیو ځواکونو د خپل حضور پر مهال بې شمېره ملکي وګړي وژلي او په خبره یې، له ټولو بشري حقونو او نړۍوالو نورمونو یې سرغړونې کړې دي.

دوی له نړۍالو محکمو او د بشر حقونو ملاتړو بنسټونو د هغو پوځیانو د محاکمې غوښتنه کوي، چې په ورته کړنو کې ښکېل دي.

د بهرنيو ځواکونو په برید کې معلول شوی، خان محمد اطاعت وایي: « امریکا او ټوله نړۍ په افغانستان هجوم راوړ او په افغانستان یې یرغل وکړ، موږ له دوی غواړو چې له نورو هېوادونو څخه هغه بهرني سرتېري چې دلته یې جنایتونه کړي محاکمه کړي، حساب او کتاب ورسره وکړي.»

د کندهار پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکي، عصمت الله سعادت و ویل: « بشري حقونو داسې وي د ورځې ۵۰۰ تنه په افغانستان کې شهیدان کېدل، اکثریت یې ښځې او ماشومان وو، بشري حقونه داسې وي.»

د روان کال د چنګاښ میاشتې په وروستیو کې د اسټرالیا حکومت د هغو بې‌ګناه افغانانو کورنیو ته د غرامت ورکړې پخلی وکړ، چې روزگان کي د دوی د پوځي ماموریت پر مهال وژل شوي وو.

شریک یي کړئ