Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سردار احمد شکیب: د سیمې د ټيکاو لپاره باید له اسلامي امارت سره تعامل و شي

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست وايي، په سیمه کې د تل پاتې ثبات لپاره له اسلامي امارت سره تعامل یوه اړتیا ده.

سردار احمد شکېب د پاکستان د ستراتيژیکو مطالعاتو د انسټيټیوټ په انلاین غونډه کې زیاته کړې چې، اسلامي امارت له خپلو ټولو شریکانو سره د رغنده تعامل په لټه کې دی.

شکیب د اسلامي امارت سیاست اقتصاد محوره بولي او زیاتوي چې سرپرست حکومت له خپلو ټولو شریکانو سره د رغنده تعامل په لټه کې دی.

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سردار احمد شکیب و ویل: «اسلامي امارت خپلو اقتصاد محورو سیاستونو ته په پام سره له خپلو ټولو شریکانو سره د رغنده تعامل په لټه کې دی. د افغانستان حکومت پر ټول هېواد کنټرول لري او دا واقعیت باید د ټولو لخوا ومنل شي، نو له همدې امله له اسلامي امارت سره تعامل د سیمې د دایمي ټيکاو لپاره خورا اړین دی.»

ښاغلی شکیب وایي، په هر هېواد کې توپیرونه شته او دا توپیرونه باید د افغانستان د خلکو او د افغانستان د سرپرست حکومت پر وړاندې د ظلم کولو لپاره پلمه نه شي.

سردار احمد شکیب زیاته کړه: «زه غواړم ټینګار وکړم چې په ټولو هېوادونو کې توپیرونه شته. هېڅ داسې هېواد نشته چې په ځینو مسایلو کې کورني او یا له نورو هېوادو سره نه توافق او توپيرونه ونه لري. نو دا توپیرونه یوازې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي او احتمال لري چې دا توپیرونه په اسلامي امارت کې هم وي، چې باید پر خلکو د ظلم او بندیز لپاره پلمه نه شي.»

په دغه انلاین غونډه کې د پاکستان یو پخوانی ډيپلوماټ وایي، امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د سولې  ټینګښت ته لېوالیتا نه لرله او هغوی په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې تېروتنې هم کړې دي.

د پاکستان پخوانی ډيپلوماټ، ایاز وزیر وايي: «دا ښیي چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د سولې راوستو ته لېوالتیا نه لرله. که هغوی د سولې په راوستو کې جدي وای، نو د طالبانو د خبرو اترو وړاندیز به یې نه رداوه او یا به یې هغوی په بن کنفرانس او یا د اشرف غني حکومت په دوحې غونډه کې له پامه نه غورځاوه.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو سره، تر اوسه هېڅ یوه ګاونډي او سیمه ییز هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یي کړئ