Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خیرالله خیرخواه: ځینې کسان اوس هم په بهر کې د شخصي ګټو په لټه کې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي، په بېلابېلو برخو کې له پرمختګونو سره سره لا هم په نورو هېوادونو کې مېشت یو شمېر کسان د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

خیرالله خیرخواه پرته له دې چې، د چا نوم واخلي زیاتوي، هغوی باید له مخالفته لاس پر سر شي او بېرته هېواد ته هم راستانه شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیراالله خیرخواه وايي: دوی ته زموږ سلا دا ده چې نور ضد مه کوئ او له عقله کار واخلئ. که اسلامي نصوصو، اسلامي اصولو او اسلامي احکامو ته نه ګورئ نو خدای ته وګورئ لږ له خپل عقله کار واخلئ. ضد پرېږدئ او خپل وطن ته راشئ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د خپلو خبرو په بله برخه کې له ځوانانو غواړي چې له رامنځته شوي فرصته او خپلو وړتیاوو د یووالي د ټينګښت او د هېواد د بیارغاونې لپاره ګټه واخلي.

خیرالله خیر خوا دغه راز وایي چې دا مهال په هېواد کې قومي او سمتي تعصبات له منځه تللي دي.

ښاغلي خیراالله خیرخواه زیاته کړه: هغه نارې ختمې شوې چې د قوم په نامه وې، د وطن او د ولایت په نامه وې،  د سیمې او د ولسوالۍ په نامه وې. هغه نارې ختمې شوې دي. نن به ټول لاس سره ورکوي او غواړو چې د دغه مظلوم ولس خدمت وکړو.

تر دې وړاندې هم د اطلاعاتو او کلتور وزرت د هېوادوالو ترمنځ د یووالي پر ټينګښت ټینګار کړی و او له هېوادوالو یې غوښتي وو چې د یووالي د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.

شریک یي کړئ