Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ اوسېدونکې د رسټورانټ جوړولو سره نورو ښځو ته کاري زمینه برابره کړې

د بلخ اوسېدونکې په لس میلیونه ډالر پانګونې سره د ښځو لپاره په ځانګړي رسټورانټ لس میلیونه افغانۍ پانګونه کړې 

شایسته رحیمي چې د خاوند تر مړینې وروسته یې د اولادونو سرپرستي په غاړه واخیسته، د دغه رسټورانټ په جوړولو سره د خپلۍ کورنۍ لګښتونه پوره کوي. 

هغه وايي په پیل کې یې ۱۶ زره افغانۍ پانګونې سره دغه رستورانټ خپل کور کې جوړ او دا مهال یې پر دغه رستورانټ یو میلیون افغانۍ پانګونه کړې ده. 

شایسته حکیمي طلوع‌نیوز ته وایي: « شاوخوا یو کال او اته میاشتې کیږي چې د خاوند له مړینې وروسته مې د رسټورانټ کار پیل کړ. موږ دولس مېرمنې شپه او ورځ کار کوو. منتو، بوریک، بدخشي کلچې، داشي او روغني سمبوسې او ځینې نور فرمایشونه لکه بغلاوه، کوماچ، ورټ او کیکونه چمتو کوو.»

د شایستې سربېره شاوخوا دولس نورې مېرمنې هم دغه رسټورانټ کې کار کوي او له دې لارې د خپلو کورنیو اقتصادي ملاتړ کوي.

په رسټورانټ کې کارګره، هدیه وایي: « کله چې مو ښوونځي رخصت شول، ډېره خفه شوم، کور کې ستړې شوې وم خو کله چې دلته راغلم ډېره راته ښه شوه، پخلی مې زده کړ، له دې ځایه کې معاش اخلم ځان لپاره کالي اخلم، مور او پلار سره مې مرسته کولی شم، ډېره خوښه یم چې دلته کار کوم. 

یو بله کارګره، مینا هم وایي: « له هغه وخته چې دلته راغلې یم، خاوند ته مې نه وایم چې د اولادونو د لګښتونو لپاره پیسې راکړه. له همدې عایده مې د اولادونو او ځان لپاره لګوم.»

هغه مېرمنې چې دغه رسټورانټ ته راځي د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې له دې متشبثو مېرمنو ملاتړ وکړي.

د مزار شریف اوسېدونکې، فاطمه وایي: « دا یو ډېر ښه ځای دی زموږ په سیمه کې د ښځو او نجونو لپاره یو تفریحي ځای دی، له دولته غواړو چې د دوی ملاتړ وکړي.» 

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست  هم دغه ولایت کې د مېرمنو له هر ډول اقتصادي فعالیتونو او کړنو د ملاتړ ډاډ ورکوي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال، نصیر احمد نیازی وایي: « موږ له بېلابېلو موسسو سره هوکړې لرو چې پر بنسټ یې کارونه له پیله تر پایه څارو.»

د دغه رسټورانټ مسووله وايي، که همکاره بنسټونه یې ملاتړ وکړي، کولای شي ګڼو نورو ښځو او نجونو ته هم کاري زمینې برابرې کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه