Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا په لومړني بهرني سفر عربي متحده اماراتو ته ولاړ

د اسلامي امارت رییس الوزرا په خپل لومړني بهرني سفر کې متحده عربي اماراتو ته تللی او د دغه هېواد د دولت له رییس سره کتلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، ملا محمد حسن اخند په دغې کتنه کې د کابل او ابوظبي ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. ښاغلي مجاهد ویلي، محمد بن زاید آل نهیان هم ویلي چې، هېواد یې د بیارغونې په برخه کې د افغانستان ملاتړ کوي.

د اسلامي امارت ویاند د رییس الوزرا د سفر موخه روغتیایي معاینات بولي او زیاتوي چې، د هغه هېواد ولسمشر یې پوښتنې ته ورغلی دی. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«رییس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند د نوموړي د روغتیا د پوښتنې له امله، مننه وکړه او د متحده عربي اماراتو او د افغانستان مسلمان ملتونو ترمنځ یې د اړیکو د لا پراختیا هیله وښوده.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي د سیمې هېوادونو ته د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو وروستي سفرونه د اړیکو د پراختیا لپاره اغېزناک ګڼي. دا شنونکي پر دې باور دي چې، متحده عربي امارات هم کولای شي په بېلابېلو برخو کې له سرپرست حکومت سره د اوسنیو کړکېچونو د حل په برخه کې همکاري وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیع‌الله احمدزی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«ابوظبۍ او متحده عربي امارات هغه هېواد دی چې، دی کولای شي له لوېدیځو هېوادونو سره په ځانګړې توګه له امریکا سره د اسلامي امارت د اړیکو په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید مقدم امین هم څرګندوي:«ښه ده چې، اړیکې پیاوړې شي او شونې ده چې، د رسمیت پېژندلو لپاره هم زمینه برابره شي او همدارنګه متحده عربي اماراتو ته د افغانانو د تګ راتګ زمینه برابره کړي.» 

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ایران او قطر ته سفر کړی و.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه