Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقاعدین: درې کاله کیږي چې راځو خو حقوق مو نه راکول کیږي

یو شمېر متقاعدینو یو ځل بیا د خپلو حقوقو د نه ورکړې په غبرګون کې لاریون وکړ. 

دوی وايي، دمګړۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او له سرپرست حکومته غواړي چې حقوق ورکړي.

متقاعد، علي احمد و ویل: « موږ د فقر او بېچاره ګۍ په حال کې راوتلي یو، حتی ما ځینې متقاعدین ولیدل چې سوالګرۍ ته راوتلي دي.»

یو بل متقاعد، عبدالواسع و ویل: « توکي مې تړلي دي د کور خاوند وایي، له کوره و وځه، درې کاله کیږي چې راځم هیڅ نه کوي، د درې یتیمانو مسوولیت مې په غاړه دی.»

ځینې نور دغه متقاعدین بیا خبرداری ورکوي چې که د تقاعد حقوق یې ونکړل شي نو حالت به یې له دې هم خراب شي. 

متقاعدې، ظریفې و ویل: « له اسلامي امارته غواړو چې زموږ پیسې راکړي ځکه موږ ستونزې لرو کرایي کور لرو، کور کې ناروغ لرو، باور وکړئ کډه مې د حویلۍ په منځ کې ده.»

یو بل متقاعد عبدالخالق و ویل: « یوه افغانۍ خیانت مې هم نه دی کړی، نه مې ده اخیستې او جیب کې مې نه دی اچولې، ان یو نفر راته وړاندیز وکړ چې دغه کار وکړه او امریکا ته لاړ شه خو ما دغه کار ونکړ، خیانت مې ونکړ. چا چې خیانت کړی هغه اوس هېواد کې نشته.»

خو اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي. 

د ریاست الوزرا اداري مرستیال بیا له طلوع‌نیوز سره ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې د متقاعدینو موضوع د اسلامي امارت مشر حل کړې او تر یوې کړنلارې سره سم به عملي شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه