Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"هېوادونه دې د افغانستان په تړاو له نامسوولانه څرګندونو ډډه وکړي"

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۵مې کلیزې په لمانځغونډه کې د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې، د افغانستان په تړاو د نامسوولانه کړنو او څرګندونو څخه ډډه وکړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړې چې، د هېوادونو نامسوولانه څرګندونې د سیمې امنیت او ثبات ته زیان رسوي.

که څه هم ښاغلی کبیر وایي چې، اسلامي امارت د جګړې پلوی نه‌دی، خو بیا هم دا په ډاګه کوي، چې د افغانستان د خاورې او خلکو د دفاع لپاره به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

مولوي عبدالکبیر وویل:«هیله‌من یو چې، د سیمې هېوادونه هم د افغانستان شرعي درک او له غیرمسوولانه چلند او څرګندونو څخه ډډه وکړي. د سیمې هېوادونه باید له داسې پارونکو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې، د سیمې ثبات، امنیت او د همکارۍ روحیه له‌منځه وړي.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت سیاست له افراط او تفریطه لېرې بولي او زیاتوي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

 ښاغلی کبیر د افغانستان تاریخي پېښو ته په نغوتې سره وایي چې، سرپرست حکومت له تاریخي ازموینې سره مخ دی او باید د جګړې سربېره، په سیاست کې هم بریالی شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګندوي:«موږ یوځل بیا د تاریخ له ازمویښت او امتحان سره مخ یو، موږ باید دا ځل د پوځي بریا ترڅنګ، په ډګر کې هم اتلان واسوو،لکه څنګه چې، یوو الحمدالله.»

په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه هم وایي چې اوس‌مهال په هېواد کې اصول شته او شریعت نافذ دی.
 
ښاغلي خیرخواه په ډاګه کړه:«نن ژبګني نشته، قوم پرستي نشته، ولایت پرستي نشته، نن هغه جګړه ماران او هغه کسان چې، د قدرت په خاطر به یې هر څه کول نشته، اصول دي شریعت نافذ دی.»

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال یو ځل بیا پر غزې د اسراییلو بریدونه وحشیانه وبلل او د فلسطین له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

شریک یي کړئ