Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشر دوستۍ نړۍواله ورځ؛ اقتصاد وزارت د پراختیايي پروژو د تمویل غوښتنه کوي

د بشر دوستۍ نړۍواله ورځ سږکال پر ملکیانو، مرستندویه کارکوونکو، له بریدونو سره مبارزې او د نړۍوالو انساني قوانینو له سرغړونې څخه خوندیتوب ته متمرکزه ده.

د اګسټ له ۱۹مې د بشر دوستۍ نړۍواله ورځ سره هم‌ مهاله، د اقتصاد وزارت ویلي چې، بشرپاله مرستې نه‌شي کولای چې د افغانانو ستونزې په دایمي توګه حل کړي او نړۍواله ټولنه باید په پرمختیايي پروژو کې ډېره همکاري وکړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب طلوع‌نیوز ته وايي:«بنسټيزه حل لار دا ده چې، نړۍواله ټولنه د بندیزونو د لېرې کولو ترڅنګ، په پرمختیايي مرستو او د کار د زمینې د برابرولو لپاره، خپله رول ادا کړي.»

د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي دغه ورځ د بشردوستانه فعالیتونو په ترسره کولو سره لمانځي او د دوی هڅه دا ده چې، په یو نه یو ډول بشري فعالیتونه ترسره کړي.

د کابل په ختیځ کې د خاک جبار په ولسوالۍ کې د وزیر خان په نوم یو تن سلګونه زده‌کوونکو ته په وړیا ډول د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

وزیر خان وايي، له زده‌کړو محروم زده‌کوونکي يې په ګرځنده ښوونځي کې شامل کړي دي:«په دغه بنسټ کې د ښځو په ګډون، ۳۰ تنه رضاکاران کار کوي او دغه بنسټ د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې جوړ کړ چې، وکړای شو د نجونو او هلکانو لپاره د درس زمینه برابره کړو.»

ورته مهال یو شمېر هغه زده‌کوونکي چې د بشردوستۍ پروګرام له لارې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې وايي، دلته يې ډېر څه زده کړې دي.

زده‌کوونکي محمدالله وویل:«یو کال کېږي چې، زه دلته درس وایم او په دغې موده کې ډېر شیان مې زده‌کړي دي.»

بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشردوستۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملکي وګړو او بشري کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي:«موږ د بشري مرستو پر کارکوونکو او ملکي وګړو د بریدونو د پای ته رسېدو هیله لرو، موږ له حکومته هیله من یو چې، د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره پر ټولو ډلو فشار راوړي، موږ هیله لرو هغو پوځونو او ډلو ته د وسلو استول بند شي چې له نړۍوال قانونه سرغړونه کوي او د بشر ضد جنایتونو عاملینو له جزا معافیت پایته ورسېږي.»

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د بشري مرستو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، په پام کې لري چې سږ کال په افغانستان کې له ۱۷.۳ مېلیونه وګړو سره مرسته وکړي.
 
د ملګرو ملتونو سرمنشي د بشردوستۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت د ملکي وګړو او بشري کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ