Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل د پاسپورټونو د ورکړې په ۳ نویو څانګو کې بانکي استازولۍ جوړیږي

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د پاسپورټ د پیسو د ورکړې په موخه يې له خصوصي بانکونو سره خبرې کړي.

د دغه ریاست ویاند، نورالله پتمن زیاته کړه، هڅه کوي چې د پاسپورټونو د ویش په درییو نویو مرکزونو کې د ملي بانک څانګې جوړې کړي.

ښاغلی پتمن وايي: موږ په هره نوې څانګه کې د افغانستان بانک یوه استازولۍ هم پرانیزو. او موږ له خصوصي بانکونو سره هم په دې اړه خبرې روانې کړې دي.

که څه هم چې په تېره یوه نیمه میاشت کې د پاسپورټ د وېش بهیر چټک شوی، خو د پاسپورت ځيني غوښتونکي د پاسپورټ د پیسو د سپارلو لپاره د بانکي استازولیو د زیاتېدو غوښتنه کوي.

د پاسپورټ غوښتونکی، نصیر وايي: «زموږ اوسنۍ ستونزه همدا بانکي سیسټم دی. تېره ورځ قلعه زمانخان ته تللی وم، بانک نه و، بیا بل ځای ته ولاړم او هلته مې پیسې تحویل کړې.»

د پاسپورټ یو بل غوښتونکی، عرفان هم وايي: «که استازولۍ زیاتې شي، د خلکو لویه ستونزه به حل شي، ځکه اوس تر ټولو لویه ستونزه د خلکو همدا ده. بانک ته ځي او هلته هم نوبت نه ور رسیږي.»

د پاسپورت ریاست د ویاند په وینا، په تېرو شلو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۸۰ زره کسانو ته پاسپورتونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ