Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت له لوري، افغانستان ته د ریچارډ بېنټ پر راتګ بندیز

اسلامي امارت، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ پر سفر بندیز لګولی دی.

د اسلامي امارت ویاند طلوع‌نیوز ته وايي چې، دا بندیز د افغانستان پر وړاندې د ښاغلي بېنټ له تبلیغاتو وروسته لګول شوی دی.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان د وضعیت په تړاو نړۍ ته ناسم معلومات وړاندې کول. 

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وايي:«اوس افغانستان ته د ښاغلي بېنټ راتګ ممنوع شوی، له دې امله چې، هغه د افغانستان پر ضد تبلیغاتو ته ګومارل شوی و، او هغه کس نه‌دی چې، موږ یې پر خبرو باور وکړو، په افغانستان کې شتون نه‌لري او افغانستان ته د راتګ اجازه هم نه‌لري، د دې لپاره چې، په تبلیغاتو بوخت وه، او یوه ډېره کوچنۍ موضوع به یې ستره ښودله او له هغه به یې پروپاګند جوړوه.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي تل پر هغه څه چې، په افغانستان کې یې د بشري حقونو نقض باله، نیوکې کولې؛ خو اسلامي امارت دغه نیوکې تل ناسمې او د افغانستان له اوسنيو واقعیتونو لېرې بللې دي.

د سیاسي چارو شنونکي فضل‌الرحمن اوریا طلوع‌نیوز ته وايي:«ښاغلی بنېټ ونه‌توانېد چې د اوسنۍ واکمنۍ مشروعیت ته درناوی وکړي او د اوسني حاکمیت حقوقي مشروعیت یې نقض کړی دی.»

 د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله وویل:«موږ باید له ملګرو ملتونو سره په مذاکره کې وو، نه په تقابل کې، موږ د افغانستان خلک او د افغانستان حکومت باید له واقعیتونو ونه‌وېرېږو او دفاع وکړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۲ زېږدیز کال په اپریل میاشت کې ریچارډ بېنټ په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو په موخه د دې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګوماره.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه