Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وثیق: د تماس کمېسیون له لارې تراوسه ۹۵۲ تنه هېواد ته راستانه شوي

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، چې د دغه کمېسیون د فعالیت له پېله تراوسه د تېر دولت د وزیرانو، والیانو او د پارلمان د غړو په ګډون څه باندې ۹۵۰ کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند دغه‌راز ډاډ ورکوي، ټولو هغو کسانو ته چې، د دغه کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي، د امنیت کارتونه ورکړل شوي او کولای شي په بشپړ امنیت سره په هېواد کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ویاند احمدالله وثیق وايي:«تر دې مهاله پورې ۹۵۲ تنه د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي او دلته له خپلو دوستانو، خپلوانو سره ارام ژوند لري. په دوی کې نږدې ۹۰ تنه هغه کسان دي چې، له افغانستانه نه‌وو وتلي؛ خو په تېره اداره کې یې دندې ترسره کړې وې، د پارلمان وکیلان، د شورا وکیلان دي.»

د سیاسي چارو ځینې شنونکي پر دې باور دي، که‌چېرې سرپرست حکومت هغو کسانو ته چې، له هېواده تللي، د کار او امنیت زمینه برابره کړي، نو نورې څېرې به هم هېواد ته راستنې شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمدخېل په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«کله چې، له هغوی سره اړیکه نیسي او هغوی افغانستان ته راستنېږي باید د هغوی ماشومانو، د هغوی د کورنۍ لپاره د کار او زده‌کړو زمینه برابره شي او همدارنګه دوی او د دوی اولادونو ته چې، فارغ‌التحصیل دي کار ورکړل شي.»

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې، د ۱۴۰۱ لمریز کال په غويي میاشت کې جوړ شو. د دغه کمېسیون دنده دا ده چې، هغو سیاسي، نظامي، کلتوري او ملکي کسانو ته د راستنېدو زمینه برابره کړي چې، د جمهوري نظام د سقوط پر مهال له هېواده وتلي دي.
 
شریک یي کړئ