Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فطرت: د اسلامي امارت اردو د هر یرغلګر پر وړاندې له هیواده د دفاع وړتیا لري

د دفاع وزارت لوی درستیز وایي، چې د اسلامي امارت ځواکونه د هر یرغلګر هېواد د ځواب ویلو توان لري.

فصیح الدین فطرت بلخ کې د امنیتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې زیاتوي، چې اسلامي امارت توانېدلی مهجز پوځ وروزي او په خبره یې، دا مهال هېواد یو پیاوړی ځواک لري.

د دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت  وايي: «دغه اردو د دې وس لري چې له خپلې خاورې، افغانستانه دفاع وکړي او موږ باور لرو چې که بیا زموږ د هېواد ته څوک بد وګوري نو موږ داسې اردو لرو چې هغه سترګې ړندې کړو او په وسپنیز سوک یې له منځه یوسي.»

دا د ۲۰۹ الفتح قول اردو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراغت پنځمه دوره ده، چې شمېر یې څه د پاسه ۸۰۰ تنو ته رسېږي.

دا کسان له درې میاشتنیو پوځي زده کړو وروسته فارغ او تمه ده د هېواد په ګوټ ګوټ کې په دندو وګومارل شي.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو ویاند، صدیق الله نصرت و ویل: «دا پنځمه دوره ده چې له دې قول اردو سلګونه کسان فارغیږي. او له دې دورې هم څه باندې ۸۰۰ مجاهدین له درې میاشتني مراسمو فارغ شول.»

د ۲۰۹ الفتح اردو د ارکان رییس، نقیب الله عزیزي زیاته کړه: «موږ چې کوم حرکات او زده کړې کړې دي، خاص ددې لپاره نه دي چې علم ترلاسه کړو او فارغ شو، او بیا معاش واخلو، باید متوجه اوسو چې اردو ته راتګ له خدای سره ژمنه ده څو موږ د هېواد او ولس خدمت ته چمتو شو.»

یو شمېر تازه فارغ شوي سرتېري وایي، چې د خلکو د ځان، مال او ارضي تمامیت ساتلو په پار خپلې هلې ځلې ونه سپموي.

سرتېری، صفت الله وايي: « خلکو ته ډاډ ورکوم چې په دې موده کې موږ پیاوړي شوي یو چې ان شاالله خدمت ورته کوو څو هغوی په امن فضا کې ژوند وکړي.»

شمال کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو مسوولین وایي، چې د ځواکونو روزلو دا لړۍ به دوام لري او راتلونکي کې به لا زیات سرتېري وروزي.

فصیح الدین فطرت بلخ کې د امنیتي ځواکونو د فراغت په مراسمو کې زیاتوي، چې اسلامي امارت توانېدلی مهجز پوځ وروزي.

شریک یي کړئ